د عسلو یو څاڅکی خو قاتل څاڅکی

قاري احسان

د عسلو یو څاکی پر ځمکه ولوېد، یو وړوکی مږیتون ورته راغلی، خوند يي وڅکو، او ترینه روان شو، لږ وروسته يي چورت وواهه چي خوند خو يي ډیر ښه دی، بیا را وګرزېد، او یو څه خوند يي نور وڅاکه، او د تللو کوشش يي وکړ، خو عسل ډیر خوندور وو، چورت يي وواهه چي په دې یوه دوه څاڅکو باندي څه نده جوړه، بالآخر ورګډ شو، چي ښه خوند ترینه واخلي، په عسلو کي ولاړ دی او خوري يي، خپل خوندونه ترینه اخلي.

خو له ډیره خونده يي ورته فکر نه وو، چي بیا به څنګه ترینه راوزم. لاس او پښي يي دواړه په عسلو کي ونښتل، زورونه يي کړل خو په عسلو کي بند شو، بیرته وتل ورته ډیر ګران شو، په ځمکه په سي يي ځان وسولاوه، کوشش يي وکړ، زورونه يي کړو، خو د سریښناکو عسلو نه ورته وتل نا ممکن شول، بالآخر په همدغه خوږو عسلو کي يي د مرګ سړې اسویلې اېستلې تر څو مړ شو.

دخوږو عسلو څاڅکی يي د مرګ لامل شو، او په هغه یو دوه څاڅکو يي بسنه ونه کړه تر دې چي د مرګ تریخ څاڅکی يي وڅاکو. که يي په اول کي له عقله کار اخیستی وای او په لږ يي قناعت کړی وای ممکن چي په ژوند کي يي نور خواږه هم خوړلي او چښلي وای.

زموږ او د دنیا همدا مثال دی، راته خوږه خوږه ښکاري خو که د مږیتانه په شان يي یوازي خوندونه اخلو او عواقب يي نه لټوو، نو ممکن چي په همدې خوږه دنیا مو مرګ هم شي.

د همدې دنیا لامله مو هم لمونځ، روژه د خپلو خپلوانو سره راشه درشه، او ښه اخلاق شاته کړي دي، یوازي او یوازي بس همدا مو فکر او ذکر وي چي هل من مزید، او یو څه لا وای، یو څه لا وای.

تر دې پوري چي ددې خوږي دنیا لامله مو هغه تریخ مرګ په برخه شي، د آخرت ټول ژوند ورته برباد کړو.

اللهم احسن عاقبتنا فی الامور کلها.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کمال
میلمه
کمال

د کابل ملايان اوقاريان ټول همداسي دي تر …په عسلوکې ډوب دي خو اخیربه خپله …. نشی ایستلی…اخیرت خوهسی هم ورنه ……..

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ځانله ملایان او قاریان نه بلکه د دغه غلامی اداری ټولی لوړپوړی او منځپوړی ږیرور او خیټور ټول د دغه ښکلی لیکنی په محتواوو کی احتوا کیږی یعنی په امریکایی ډالرو یی د خاوری ، خلکو اوخپلواکی په پلورلو سربیره اوس خپلی ناموس او حتی خپل ځانونه پلوری د همدغه پلیتو معاشونو او مقامونو له خاطره ، دا داسی ذلت سره مخ دی د مجاهدینو د ناڅاپی یرغلو له امله یی خوب او خیال ورک شوی ، کورنی یی ویستلی او ځینی د بارنو هیوادو د ویزو پسی لالهانده ګرځی

څارنوال علیزی
میلمه
څارنوال علیزی

هوعسل خواږه دی ډیر خوا ږه دی خو اسراف یی حرام دی. او که نه نو هم هغه دمیږی چم به په وشی .

څارنوال علیزی
میلمه
څارنوال علیزی

استعمار چی کله یو هیواداشغال او ونیسی ، خپل مستعمره یی وګرځوی نولمړی په هغه کی خپل دری رواجونه اوفرهنګ خپروی لمړی خپلی پیسی (کرنسی ) دوهم : خپله ژبه . او دریم خپل فرهنګ چی پدی ترتیبنو خپله استعماری پلانونه اونقشی په اسانی تطبیق او عملی کوی . چی ژوندی مثال یی دغربی دیموکراسی په افغانستان کیده .