
پژواک اربکي آژانس
ما دا خبره اوریدلې وه چې ( الکفر ملة واحده ) ټول کفر یو ملت دی ، خو دا نه وه رامعلومه چې دکفارو محلي اجیران هم تر خپل منځ ټول سره یو لاس دی ، ځکه ما فکرکاوو ، چې دغه محلي او وطني اجیران یې لکه دوی چې وایي یوازې له کفارونه پیسې نغدوي ، نور له هغوی سره رښتینی کار نه کوي ، مګر نن پوه شوم ، چې په حقیقت کې دکفر او صلیبي یرغل دخدمت ټولې لیکې دغاصبو یرغلګرو غوندې په یوه محور چورلي ، او دغه ډوډۍ خواره وطني مزدوران یې هم اګر که ترخپل منځ تربګنۍ لري خو مظلوم اولس ته سره یو لاس دي .
تیره ورځ په دزابل په شاجوی کې دامریکایي ټوپکي اجیرانو اربکیانو موټر په ماین وخوت ، لږ شیبه وروسته اربکیانو دکلاخیلو په کلي برید وکړ او دماشومانو په ګډون یې ۶ شپږتنه دروژه ماتې په مهال په شهادت ورسول ، ګڼ نور یې ټپیان کړل او څو سپین ږیري یي سخت ووهل .
نن مې پژواک اژانس دهمدې خبر دکتلو لپاره راخلاص کړ ، پژواک ددې په ځای چې دخپل شعار سره سم دپیښو هنداره واوسي ، او پیښه په رښتیني بڼه لوستونکو ته وړاندې کړي ، یوازې یې هڅه کړې ، دخپلو بې جلبه اربکیانو وحشت او ظلم ته پرتوګ وکړي .
له همدې امله یې په خبر کې لیکلي چې دروژې ماتې په مهال چاودنې په زابل کې دمحلي پولیسو موټر الوزولی ، دری پولیس یې وژلي ( دغه راز ۶ تنه ملکي خلک یې هم وژلي ، او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي )
سړی دې ته حیران شي چې دغه بې سترګو خبرلیکونکي دداسې ناموجهو درواغو په بادولو څرنګه دشرم احساس نه کوي ، ايا دامکان لري چې دروژه ماتي په مهال دې دکلي ماشومان او سپین ږیري داربکیانو تر موټر تاو وي ، ترڅو په چاودنه کې تر اربکیانو زیات زیان ملکي خلکو ته ورسیږي ، ته وا اربکیان په خلکو سخت ګران دي او مینه ورسره لري ، اربکیان چې په کومه سیمه کې ښکاره شي ، نو ولسي خلک دلیونیو سپیانو په سترګه ورته ګوري چې دداړلو له ډاره ترې یوازې ځان ګوښه کوي ، بیا د روژه ماتې په مهال چې خلک په کورونو اوجوماتونو کې وي ، هیڅ عقل دا نه شي منلی چې خلک دې بهر دومره ګڼه ګوڼه رامنځته کړي .
ددې خبر له لیکلو نه دپژواک خیلو مطلب دا نه دی ، چې دخپل خبري مسؤلیت سره سم خلک له پیښې خبر کړي ، بلکې ددوی مقصد دادی چې ددې ظالمانه پیښې په اړه دخلکو فکر ګمراه کړي ، او پيښه ورته غلطه تعبیر کړي .
نوځکه خو یې داسې شنه دروغ ویلي ، چې هرهوښیار ورباندې پوهیږي .
پژواک اژانس هم کټ مټ دامریکایي اربکي پروژې غوندې دامریکایي کفارو په ډالرو چلیدونکی هغه اژانس دی ، چې په مطبوعاتي برخه کې داشغالګرانه اهدافو دپلي کولو لپاره جوړ شوی دی ، دا اژانس دیوه غربي اسلامي ضد خبري بنسټ IWPR له محلي اجیرانو څخه رغول شوی ، دروغجن اژانس دی ، چې داکمال مسؤلیت یې امریکایي سفارت په غاړه لري .
زما ښه یاد دي ، چې دلومړني افتتاح په مهال دپژواک خبري اژانس دپرانیستۍ پټۍ دزلمي خلیل زاد لخوا غوڅه شوه ، او له هغه مهاله یې دامریکایي سفارت دیوه خبري اورګان په حیث دنده پیل کړه .
پژواک اژانس له لومړۍ ورځې څخه بیا تراوسه دامریکایي داړه مارانو او دهغوی ملګرو په ټولو هغو جنایاتو سترګې پټې کړي دي ، او یا یې په اړه ګمراه کوونکي دروغ ویلي چې دافغانستان په لراوبر کې روان دي ، ددې خبرې ترټولو نغد مثال همدا دشاجوی داربکي جنایت په اړه دپژواک ښکرور دروغ دي ، چې غواړي دخپلو ټوپکي ملګرو پرده ورباندې وکړي .
پژواک خېل دې په پوه وي ، چې دوی په داسې ښکرورو دروغو سره یوازې دغرب زده ګۍ پټ ماهیت رسوا کولای او اولس ته ځان شرمولی شي ، نور به هیڅ هم ترلاسه نه کړي ، ځکه دخبر څرنګوالی دپيښې ماهیت نه شي بدلولای.
دا چې پژواک اژانس په داسې مواردو کې دخپلو تمویلوونکو دګټو په خاطر په ډاګه داولس دقاتلانو په خوا کې دریږي ، نو شاید په ولسي قضاوت کې خبري اژانس نه بلکې ( پژواک اربکي اژانس ) وبلل شي .