شعـــــرونه

غزل: عبدالفتاح فاتح

عبدالفتاح فاتح

په زړه کی درد ګرځوم شونډو کې ټپې له وخته

زما په سترګو کې د وینو بحیرې له وخته

دلته یو څوک دی په دیدن پسې یې تږی ګرځم

دلته یو څوک دی د راتلو کوي وعدې له وخته

د ګلاب شونډو هم ز ما له وینو رنګ اخستی

د شفق هم سرې دي جانانه کنارې له وخته

د نن یاران به دې په سخت وخت کې یواځې پریږدي

دلته په وخت سره بدلې شي قبلې له وخته

څومره مو ووژل؟ د څومره په سرونو تیر شوو؟

مونږ د خپل ورور په وینو سرې ساتو نیزې له وخته

اوربل دې خپور ساته دې چم کې د وږمو قحطي ده

زمونږ په کلي را اوریږي نه وږمې له وخته

فاتح لالیه پردیسۍ، مسافرۍ وخوړې

ستا په لیدو پسې مې سترګې دي ړندې له وخته

شاعر عبدالفتاح فاتح

۲۰۱۶/۴/۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x