نړۍ

اخوان له کودتا وروسته؛ سوله‌ییزه او که وسله‌واله مبارزه؟

اخوان المسلمین، چې له عربي پسرلي راهیسې يې ډېرې سیاسي لاسته راوړنې لرلې دي، د جولای په درېيمه د پوځ په واسطه د ولسمشر له راپرځولو وروسته په خپل څو لسیزه تاریخ کې تر ټولو جدي ټکر سره مخ دی.

له هغې وروسته چې پوځ اخوانی ولسمشر، محمد مرسي له واکه لرې کړ، د دې پخواني او تر ټولو پراخ اسلامي ګوند لوړ پوړي غړي بندیان شول او مرکزونه یې چور شول.

د اخوان غړو چې لسیزې يې پټه مبارزه کړې وه، له عربي پسرلي او انقلاب وروسته یې لوړ دولتي پوسټونه خپل کړل.

عربي پسرلی د دې لامل شو، چې په عربي هېوادونو کې اوږدمهاله دیکتاتورۍ له منځه ولاړې شي او پر ځای ولسي حکومتونه منځ ته راشي. اخوان المسلمین د جمال ناصر، انور سادات او حسني مبارک په دیکتاتوري رژیمونو کې وځپل شو، تر څو له واکه لرې پاتې شي.

د تاریخ په اوږدو کې د اخوان ډلې څو څو ځله هڅې وکړې، چې سیاست کې ګډون وکړي، مګر ټولې هڅې بې پایلې پاتې شوې او خوځښت خپل پټ کار ته دوام ورکړ.

اوس د دې وېره شته، چې د اخون حرکت راډیکال نه شي؛ ځکه اخوان په ټینګه رد کړې ده، چې په روان سیاسي بهیر کې چې د پوځي ډلګۍ له خوا کنټرولېږي، ګډون وکړي.

د اخوان المسلمین د حرکت راډیکال کېدنه به د مصر لپاره تر ټولو ناوړه سناریو وي. اخوان ښايي د رایو د صندوقونو له لارې مبارزه وکړي، نه د وسله‌والې مبارزې له لارې.

څو ورځې مخکې مې له یوه لوړ پوړي مصري ډیپلومات سره په زړه پورې خبرې درلودې، ترې ومې پوښتل: « ایا د اخوان د راډیکال کېدو  خطر تاسو ټولو ته د اندېښنې وړ نه دی؟» ځواب يې وېروونکی و. ویل يې، «زه دا ښه ګڼم چې اخوان راډیکال شي، تر دې چې له مصر نه بل ایران جوړ کړي.» ده زیاته کړه: «موږ تیار یو‌، چې د دې [راډیکال کېدو] پور پرې کړو!».

که څه هم اوس کودتا وشوه، اخوان ته یوازینۍ لار پاتې ده، چې په سیاسي بهیر کې ګډون وکړي، نه دا چې له هر څه بایکاټ وکړي. ښايي د رایو صندوقونو ته مخه وکړي، نه وسله‌والې مبارزې ته.

په حقیقت کې منځنی ختیځ د دسیسو سیمه ده او زه فکر کوم چې مصر به ډېرې ناوړه سناریو سره مخ شي. کاش چې زما وړاندوینه ناسمه وخېژي.    

لیکواله: سینم سینګیز (ترکي کالم‌لیکواله)
سرچینه:  زمان انګلیسي ژبې ورځپاڼه-ترکیه
ژباړن: ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x