افغانستان

طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کي ۱۱ اربکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، غویي ۳مه، ۱۳۹۵ ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کي طالبانو د اربکیانو پر یوه پوسته برید کړی چي له امله یې ۶ تنه اربکیان وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چي نن سهار وختي شاوخوا درې بجې طالبانو د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو پیښوري ملا په سیمه کي د اربکیانو پر پوسته برید کړی، دوی وایي چي د طالبانو په برید کي ۵ تنه اربکیان وژل سوي، څلور تنه ټپيان دي او پنځه تنه نور نادرکه دي.

په سیمه کي عیني شاهدانو رسنیو ته وویل چي سهار وختي طالبانو د څو خواوو څخه د قومندان یوسف اربکي پر پوسته برید وکړ، په دغه پوسته کي پنځلس اربکیان اوسیدل چي ګمان ګیږي ټول به وژل سوي وي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼي پيښه تاییدوي خو په اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

طالبانو د برید پړه پرغاړه اخیستي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه لیکلي چي نن سهار ۶ بجې د دوی ملګرو په خوګیاڼو ولسوالۍ کي د قومندان يوسف پر پوسته برید وکړ، نوموړۍ زیاتوي چي په برید کي ۶ اربکیان وژل سوي، پنځه ټپيان دي او پنځه تنه نور ژوندي نیول سوي دي.

https://twitter.com/zabihulla33/status/723376753591242753

مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه د نیول سوو اربکیانو انځور هم خپور کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x