افغانستان

صبریو کي ملي امنیت د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او ۸ کلیوال یې بندیان کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، غویي ۳مه، ۱۳۹۵ ل): تېره شپه ناوخته د ملي امنیت ځواکونو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کي عملیات ترسره کړي، په دغه شپني عملیاتو کي د ملي امنیت ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي، یوه انجلۍ یې ټپي کړې او ۸ تنه نور کلیوال یې بندیان کړي دي.

د صبریو ولسوال اغا جان رسنیو ته وویل چي تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د دغه ولسوالۍ په نور کلي کي شپني عملیات ترسره کړي دي، نوموړۍ زیاتوي چي د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو د یوې کورنۍ درې غړي چي یوه کوچنۍ لور، یو یې پلار او بله یې مور ده وژلي دي.

اغاجان زیاتوي چي په عملیاتو کي یوه بله ماشومه ټپي سوي هم ده چي د ملي امنیت سرتیرو له ځانه سره وړي، همدارنګه د نور کلي ۸ کسه اوسیدونکي د همدې ځواکونو له لوري بندیان سوي دي.

د نور کلي اوسیدونکو رسنیو ته وویل چي د ملي امنیت ځواکونو سخت ووهلو او کورونه یې را تلاښي کړل ، بیا یې شهیدان وکړل او ولاړل.

د یادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو په بمباریو سره ۵ تنه میرمني او ماشومان ووژل سول او د عامو خلکو ځیني کورونه بمباریو ونړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x