سوله او قران

حامد افغان

د انفال په صورت کې د جهاد او د جهاد د غنیمتونو تفصیلات بیان شوي دي، انفال یعني غنیمتونه، خو د همدې سورت د پیل په ایت کې الله د سولې امر کړی دی، او په ډېر ټینګار او عجیبه توګه سره یې کړی دی. هلته یې د غنیمتونو د ویش پوښتنه یاده کړې د “انفال” سورت د غنیمت له پوښتنې پیل شوی دی. خو الله جل جلاله د ځواب پر ځای د سولې خبره راخیستې ده. {يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِين} [الأنفال:1]. ژباړه: ستا څخه د غنيمتونو په باب پوښتنه كوي. (ورته) ووايه: “دا غنيمتونه خو د الله او د هغه د پېغمبر دي. نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکي سمي کړئ. د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړئ، كه تاسو مؤمنان ياست.”

د غنیمتونو پوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی، د تقوا، خپل منځي روغې جوړې او الله او د هغه د رسول د اطاعت خبره رامخته شوې ده. او د غنیمتونو ځواب له څلویښتو ایتونو وروسته راځي! . مفسرين لیکي د غنیمت موضوع دومره وروسته شوې او د سولې خبره رامخته شوې ده ځکه همدا دنیا او د دنیا قدرت ترلاسه کول د خپل منځي شخړو او جګړو لوی لامل دی. نو ځکه همدا د جهاد او غنیمتونو له تفصیلاتو ډک سورت (الانفال) د سولې او خپل منځي روغې جوړې په موضوع پیل شوی دی، او په لومړي ایت کې یې د سولې اهمیت او ضرورت خورا په ټینګار او عجیبه اغیزمنه توګه بیان کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د