نظــر

د لویدیځ د مساواتو وروستۍ بیلګې

    لویدیځ د امریکا په مشرۍ په نړۍ کې د مساواتو بیرغ پورته نیولی او په هر هیواد کې د مساواتو غوښتنه کوي، د همدې مساواتو د راوستو لپاره یې په ځینو هیوادونو باندې بندیزونه لګولي او یرغلونه هم کړي دي، هلته یې د بشر د حقوقو د پلي کولو او د دیموکراسۍ د راوستلو لپاره ملي او د خلکو په خوښه نظامونه یا په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول ړنګ کړي او لا یې هم په هڅه کې دي.

    خو، ایا دغه مساوات او دیموکراسي چې دوی یې د نورو لپاره غواړي، په خپلو هیوادو کې یې پلي کړې او هلته یې د هغه ځای اوسیدونکو ته بشپړه ازادي او مساوات ورکړي دي، دلته یې دوه وروستۍ بیلګې ذکر کوم.

    په ایټالیا د کابینې یوه وزیره تور پوستې ده او دا د ایټالیا په تاریخ کې لومړی ځل دی، هغه اصلا د ګانګو ده؛ خو، اوس د څو کلونو راهیسې د ایټالیا تابعیت لري، د ایټالیا د سنا د مجلس یوه مرستیال روبیرټو په یوه لاریون کې وویل، چې زه د حیواناتو سره مینه لرم، د لیوه او خنزیر سره، او ټول پوهیږي چې ولې؟ خو کله چې مې د وزیرې سیسایل انځورونه ولیدل، زما په فکر کې هغه د یوه وحشي او ځنګلي حیوان نه پرته بل څه انځور نه شوه.

   د سنا د مجلس دې غړي نوره زیاته کړې، چې دا باید په خپل هیواد (کانګو) کې وزیره شي، نه دلته په ایټالیا کې، د مجلس غړي وروسته یوه ګیډۍ ګلان ور ولیږل، چې هغه خفه نه شي او په دې ډول یې تېر ایسته.

    یوه بل سیاسي وویل، چې هغه (وزیره سیسایل) غواړي په ایټالیا کې قبائیلي وحشي کلتور رواج کړي.

    څو ورځې دمخه، په خپل یوه لاریون کې وزیره سیسایل د کیلو په پوستکو باندې وویشتل شوه، وجه یې دا وه، چې رنګ او نژاد یې د ځایي خلکو سره توپیر درلود. د تیر اپریل راهیسې چې دغه ښځه وزیره شوې، څو ځلې د رنګ او نژاد په اړه ورته ناوړه الفاظ استعمال شوي، د بي بي سي انګلیسي ویبپاڼې مطابق موده وړاندې یوه ځایي سیاسي په خپل فیسبوک اکونټ کې ولیکل، چې په وزیرې باید جنسي تیرۍ وشي.

    بله وروستۍ بیلګه په نړۍ کې د بشر د حقوقو، مساواتو او دیموکراسۍ د بیرغ رپونکي هیواد امریکا کې پیښه شوه، تیر زیږدي کال کې یوه سپین پوستي ۳۲ کلن جورج زیمر مین یو تور پوستی ۱۷ کلن هلک مارټن په ډزو وواژه، بغیر ددې چې د وژلو لپاره یې کوم دلیل ولري، مړ یې کړ، د هغه کیس په محکمه کې روان وه، څو ورځې دمخه یې محکمې داسې پریکړه وکړه، چې جورج زیمر مین بې ګناه دی، په داسې حال کې، چې هلک یې هسې په هسې وژلی وه.

    سړی دې ته حیران شي، چې ته لویدیځ (امریکا) په نورو هیوادونو کې د مساواتو غوښتنه کوې، هلته د دیموکراسۍ او د بشر د حقوقو نارې وهې، ددې نامه لاندې پرې یرغلونه کوې، ملي او منتخب نظامونه ړنګوې؛ مګر، خپله ټولنه او سیاسیون مو لا هم په وحشي فکر دي، یوازې د رنګ او نژاد په وجه نورو ته د ژوند حق نه ورکوي، هغه مهاجر بولي او هغوی ته د ژوند تیرولو لومړني حقونه هم نه ورکوي، یوازې دا نه، چې هلته داسې روان دي، دې سپین پوستو امریکایانو په نورو هیوادونو کې هم تور پوستي د برید لاندې نیولي، ډاکټر زیرکیار په خپله یوه څیړنیزه مقاله کې لیکلي، چې نیلسن منډیلا د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر دیک چینې ته ډیر بد ویل، ځکه چې دیک چینې په اتیایمو کلونو کې زما (منډیلا) د زندان نه د خوشې کولو سره مخالفت کاوه او وجه یې هم رنګ او نژاد وه، د مارتن لوتر پیښه او نورې سلګونه پیښې هلته تیرې شوي دي.

    که چیرې دغه دوه پورته ذکر شوې پیښې په کوم ختیځ اسلامي هیواد کې پیښې شوې وې، بیا به امریکا، هیومن رایټس واچ، ملګرو ملتو او ټول لویدیځ څومره رمباړې وهلې وې، تور اوباما به د ټولو نه ګرم وه، په داسې حال کې چې تور اوباما په خپل هیواد کې د خپل هیواد د تبعه او یو نژاد لرونکي هیوادوال حق نه شي غوښتی او تر اوسه چپه خوله دی.

    لویدیځ خپل تاریخ د لرغوني یونان پورې تړي، هلته هم د نورو خلکو په اړه همداسې فکر موجود وه، فلسفي ارسطو به ویل، چې د یونیانو پرته نور خلک د ژوند کولو حق نه لري او سکندر ته یې ویل، چې نور باید ووژل شي؛ ځکه، هغوی بربري او وحشي دي، په داسې حال کې تاریخ ثابته کړې او کړه یې، چې وحشت او بربریت چیرته وه او لا هم چیرته شتون لري.

    زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x