ټکنالوژي

انډرایډ له وړاندې څخه ډیر خوندي شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳مه ۱۳۹۵ل): د ګوګل کمپنۍ د انډرایډ اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته زیری ورکړ چې په دغه اپریټنګ سیسټم کې د خطرناکو میل ویرونو (Malwares) د انسټال کیدو خطر ډیر لږ شوی.

د ګوګل کمپنۍ خپل کلنی امنیتي راپور کې لیکلي چې د انډرایډ له پلې سټور (Play Store) څخه د اپلکیشنونو ښکته کول د تیر یو کال په جریان کې ډیر زیات خوندي شوی.

د ګوګل په وینا دغه کمپنۍ له پلې سټور څخه په ۲۰۱۵ زیږیدیز کال کې ټول ویروس او مال وییر لروونکي اپلکیشنونه له منځه وړي تر څو د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکي له کوم خطر پرته خپل د خوښې اپلکیشن ښکته کړي.

ګوګل اوس په ورځنی ډول ۶ بیلیونه اپلکیشنونه او ۴۰۰ میلیونو سمارټ فون او ټبلېټونه اسکن کوي تر څو ضرر رسوونکي مال وییرونه پیدا کړي. ګوګل وايي چې دغو بدلونونو سره د انډرایډ کاروونکي اوس د پخوا په پرتله ډیر خوندي دي.

د ګوګل کمپنۍ په دغې راپور کې راغلی چې تیر کال له پلې سټور څخه یوازې د ۰.۱۵ سلنه کاروونکو په سمارټ فونونو او ټبلېټونو کې خطرناک اپلکیشنونه ښکته شوي وو.

همداراز ګوګل له پلې سټور څخه د کوم خطرناک اپلکیشن د ښکته کولو خطر تر ۴۰ سلنې پورې ټیټه کړې او د هغو سافټ وییرونه د ښکته کیدو ویره چې د کاروونکو شخصي معلومات غلا کوي هم ۴۰ سلنه ټیټه کړې.

د ګوګل په راپور کې ویل شوی چې د نوو امنیتي تدابیرو په پلي کولو سره د کاروونکو په سمارټ فونونو او ټبلېټونو کې د سپای وییر (spyware) د ښکته کیدو خطر هم تر ۶۰ سلنې پورې ټیټه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x