fbpx

د وایرلیس شبکو تاریخچه

شهزاده عزیزی

په ۱۸۸۸ میلادی کال کی یو شخص چی نوم یی هینریچ رودولف هرتز (Heinrich Rudolf Herz) او دجرمنی هیواد اوسیدونکی وو رادیویی امواج یی کشف کړل وروسته له هغی په ۱۸۹۴م کال دغه رادیویی امواج دارتباط وسیله وګرځیدله او د تلګراف د لینونو په مرسته به رادیویی امواج ترلاسه کیدل هرتز لمړنی شخص وو چی دالکترو مقناطیسی امواجو په کشف سره یی درادیو ،تلویزیون،او رادار دجوړښت لپاره لار پرانستله.

وروسته په ۱۸۹۹م کال کی یو ایټالوی عالم (Marchese Guglielmo Marconi) درادیویی موجونو د انتقال فاصله تر ۲ میل پوری وغزوله داکس د رادیویی امواجو دپلار په نوم یاد شو. په ۱۸۹۹م کال کی همدی ایټالوی عالم وکولای شو چې درادیویی موجونو د پوښښ ساحه تر ۹ میل او یو څه وخت وروسته تر ۳۱ میل فاصلی پوری ورسوی په ۱۹۰۱م کال کی د رادیویی موجونو دارتباط ټینګولو ساحه زیاته پراخه شوه تر دی چی د اقیانوس ټول بحریی تر پوښښ لاندی راوستلو.

په دوهم نړیوال جنګ کی رادیویی موجونو ډیر اهمیت پیدا کړ او دامریکی متحده ایالات لمړنی هیواد وو چی د رادیویی موجونو څخه یی په دغی جنګ کی ګټه واخسته او ددوی د کامیابی یو عمده علت هم همدا رادیویی څپې وی.

په ۱۹۷۱م کال کی د محقیقینو یوی ډلی د نورمان ابرامسن (Norman Abramson,) تر مشری لاندی د هاوای (Hawaii) په پوهنتون کی لمړنی (packet-switched) نیټورک جوړ کړ او د الوهانیټ (Alohanet) نوم یی ورکړ دا یو کوچنی وایرلیس شبکه (WLAN.) وه چی له ۷ کپیوټرونو جوړه شوی او یو له بل سره یی معلومات شریکولای شول. دوهمه وایرلیس شکه (WLAN) چی په ۱۹۷۲م کال کی جوړه شوه سرعت یی ۲Mbps وو چی له لمړنی وایرلیس شبکی څخه ۴ ځله زیات وو. په ۱۹۹۰م کال کی (802.11) کاری ګروپ جوړ شو تر څو دټولو کمپیوټرونو لپاره یو استندرد (WLAN) نېټورک جوړ کړی دا ډله په ۱۹۹۷م کال کی وتوانیده چی خپل کارترسره کړی. دی نیټورک ته یی د (IEEE 802.11) نوم ورکړ چی په نړیواله سطحه دستندرد وایرلیس نیټورک په صفت وپیژندل شوه چی په اوس وخت کی ددی نیټورک نوی نسلونه د (IEEE 802.11a) ، (IEEE 802.11b)، (IEEE 802.11g)، (IEEE 802.11n) په نمونو جوړ شوی چی هر نسل یی جدا مشخصات او سهولتونه لری. په پورتنی ډول د وایرلیس نېټورک لنډه تاریخچه په اوس وخت کی وایرلیس شبکو ډیر پرمختګ کړی تر دی چی یو کس په مصئون ځای کی ناست وی او خپل مخالف چی له ده په سوونو میله لیری وی په نښه کوی او وژنی یی الله د وکړی چی مونږ مسلمانان له اوسنی تکنالوژی نه په صحیح ډول ګټه واخلو او خپله کوشش وکړو تر څو له دی څخه عصری تکنالوژی جوړه کړو داسلام او مسلمانانو په نفع یی وکاروو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د