دیني، سیرت او تاریخ

ایا تقدیر کی تغیر را درومي او کنه؟

عاطف خوستی

بعضی علماء فرمایی چه تقدیر کی تغیر رادرومي بعضي نور به بيا فرمايي چه تقدیر کی تغیر ممکن نه ده ، خو دا اختلاف بنیادي او حقيقي نه ده بلكه كي يو لفظي او سطحي اختلاف ده.

ځكه مقادير پنځو اقسامو ته تقسیم شوي دي:

1 : تقدير العلم چه د لوح محفوظ او د عرش نه مخکی موجود و، لكه د الله تعالى علم.

2 : تقدير الكتابة چه دلوح محفوظ او دعرش نه وروسته وجود ته راغلى وي لكه دلوح محفوظ كتابة.

3 : تقديرالارواح چه پیژندل یی اسانه ده.

4 : تقدير البطن یعنی د رزق تقدیر.

دا څلور تقادیره مبرم دي چه په دی کی هیچ کله تغیر نه رادرومي.

5 : تقدير السنين يعني د عمر تقدير.

دا تقدير بيا معلق ده يعني دا تر يو شي پوری معلق وي مثال : تقدير كي يى ليكلي دي چه كه دا سړى بازار ته ولاړو موتر به يي وهي كه پاتي شو نو بچ به شي. یا بل مثال په حدیث شریف کې راغلي څوک چې د خپلو قریبانو سره راشه درشه کوي، دهغو سره صله رحمي کوي، نو عمر یی درازیږي، همداسي په بل حدیث کې راغلي چې یوازي دعا تقدیر بدلولای شي.

نو اوس هغه ډله علما چې وايي په تقدير كي تغير نه رادرومي، دوی په اولو څلور قسمونو باندي استدلال کوي.

دوهمه ډله علما چې وايي تقدیر کې تغییر ممکن دی، دوی بیا په وروستي پنځم قسم باندي استدلال کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x