ټکنالوژي

فیسبوک: په یو وخت ۵۰ ملګرو ته زنګ ووهئ

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳مه ۱۳۹۵ل): فیسبوک خپل پر مسینجر هم سخت کار کوي تر څو د خپلو رقیبانو پر وړاندې ماتې څخه ځان ژغوري.

فیسبوک اعلان کړی چې خپل مسینجر کې داسې ځانګړتیا زیاتوي چې د ګروپ چټ (Group Chat) په څیر د دغې مسینجر کاروونکي د ګروپي اړیکې (Group Voice Call) څخه هم ګټه پورته کړي.

د فیسبوک دغه نوی ځانګړتیا په مرسته کاروونکي کولی شي په یو وخت خپل له پنځوسو ملګرو سره اړیکه ټینګه کړي او له یو بل سره خبرې اترې وکړي.

د فیسبوک مسینجر مشر ډیویډ مارکس خپل فیسبوک پاڼې کې لیکلي چې د ګروپ غږیزه اړیکه (Group Voice Call) به راتلوونکی ورځ د دغې اپلکیشن ۹۰۰ میلیونه کاروونکو ته وړاندې شي. دغه ځانګړتیا د انډرایڼ او iOS لپاره د مسینجر په نوی ورژن کې به موجود وي.

د مسینجر د اپلکیشن وروستی ورژن ښکته کولو څخه وروسته په ګروپ چټ کې به کاروونکي د تیلیفون نښه هم وویني چې په مرسته به يي په ګروپ چټ کې شته ټولو ملګرو سره خبرې وکولی شي.

د نوو ځانګړتیاو زیاتولو سره فیسبوک توانیدلی یوازې یو کال په موده کې د وټس اپ (Whatsapp) او فیسبوک مسینجر مجموعي کاروونکو شمیر له ۷۰۰ میلیونو څخه ۹۰۰ میلیونو کسانو ته ورسوي. په ورځنی ډول ۶۰ بیلیونه پیغامونه د فیسبوک له لارې استول کیږي.

د فیسبوک مسینجر دغه ځانګړتیا دغه اپلکیشن ډیر سکایپ (Skype) ته ورته کوي خو فیسبوک مسینجر د سکایپ درې چنده کاروونکي لري چې په ورځنی ډول په فعاله توګه دغه اپلکیشن کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x