د روژې مبارکه میاشت

د قدر شپه مه ضایعه کوئ

الله رب العالمین فرمايي:

1.    لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، (القدر، 3 ایت). ژباړه: ”د قدر شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده”.

2.    حم، وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ، إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ، (الدخان، 1-3)‏‎.‎ ژباړه: ”حا، میم، قسم دى پردغه ښكاره كوونكي كتاب (قران کریم)،  موږ داپه يوه ډېره بركتناكه او غوره شپه (لیلة القدر) کې نازل كړى دی، [ددې لپاره چې] موږ اراده درلوده چې خلكوته ګواښنه [په ویرې سره] ورکړو”.

په دې شپه ملایک ځمکې ته ښکته کېږي اوهغه څوک چې په دغه شپه د الله سبحانه تعالی په عبادت اخته وي نو دغه ملایک د الله رب العالمین په امر خیر، برکت او رحمت پرې نازلوي. د ملایکو په دې ډله کې ترګردو لوړپوړی ملایک جبریل علیه السلام، هغه چا چې ټولو پیغمبرانو علیهم السلام ته د الله سبحانه تعالی پیغامونه او وحی راوړې ده، ځمکې ته راښکته کېږي، ددې دلیل دا ایت دی:

تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا، سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ، (القدر، 4 – 5ایتونه). ژباړه: ”په دې شپه د خپل رب په اجازه ملایک او روح (جبریل علیه السلام) د ټولو چارو لپاره نازلیږي، په دې شپه تر سهاره پورې سلامتیا او امن دی”.

1.    عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏ “‏ مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ‏”‏‏.‏ ژباړه: ” له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې د لیلة القدر په شپه له ایمان سره او  له الله څخه د ثواب د ترلاسه کولو په نیت د عبادت لپاره ودرید، د هغه ټول تیر ګناهونه بښل کېږي او چاچې د رمضان د میاشتې روزې له ایمان سره د ثواب په نیت ونیولې د هغه ټول پخواني ګناهونه بښل کېږي”، [سرچینه: صحیح البخاري،1901;   صحیح المسلم، 760;  سنن النسايي، 5027].  

2.    عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، قَالَ دَخَلَ رَمَضَانُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ‏”‏ إِنَّ هَذَا الشَّهْرَ قَدْ حَضَرَكُمْ وَفِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ مَنْ حُرِمَهَا فَقَدْ حُرِمَ الْخَيْرَ كُلَّهُ وَلاَ يُحْرَمُ خَيْرَهَا إِلاَّ مَحْرُومٌ ‏”‏. ژباړه: له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې روزه پیل شوه او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل دا میاشت تاسې ته راغله، او هلته یوه شپه ده چې له زرو میاشتو څخه غوره ده. چاچې دا شپه له لاسه ورکړه ټولې نیکۍ يې له لاسه ورکړې، او هیڅوک ددې شپې له خیر څخه نه محرومیږي خو هغه څوک چې په رښتیا محروم شوی دی، [سرچینه: ابن ماجه، 1644].  

د رمضان د میاشتې اخري لس ورځې د کال غوره ورځې دي په دې ورځو کې همدا  لیلة القدر ده چې په دې شپه الله سبحانه تعالی د خپلو مخلوقاتو د راتلوونکي په اړه پریکړې کوي،  او الله جل جلاله رحم او بښنې والا دی نو په دې شپه يې په ځانګړي ډول انسانانو او پیریانو ته یو چانس ورکړی چې د خپل خالق عبادت وکړي چې د دوزخ له اوره وژغورل شي، ځکه الله سبحانه تعالی انسانان او پيریان ددې لپاره هست کړي دي چې د الله عبادت وکړي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ، (الذاریات، 56 ایت). ژباړه: ”اونه دي پيداكړى ما پيريان اوانسانان مګرددې لپاره چې دوی زما عبادت وكړي”.
 په دې دنیا کې  انسان او پیریانو ته د همدې یوې موخې لپاره  ژوند ورکړی شوی دی چې د خپل خالق بندګي وکړي او دا دواړه د الله سبحانه تعالی په قدرت او علم کې ایسار دي نو یوڅوک چې له  خپل خالق تښتیدای نه شي او نه ددې زور لري چې الله عاجزه کړي بیا ولې پرته له ځنډه د خپل خالق عبادت نه پیلوي چې له هغو سزاګانو وژغورل شي چې د سرغړوونکو لپاره الله جل جلاله چمتو کړي دي، الله جل جلاله فرمايي:
يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ، مَا أَغْنَىٰ عَنِّي مَالِيَهْ ۜ، هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ، خُذُوهُ فَغُلُّوهُ، ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ،  ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ، إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ، وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ، فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ، وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ، لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ، (الحاقة، 27-37 ایتونه). ژباړه: ” كاشكې زما هغه مرګ ( چې په دنيا كې راغلى وو ) فيصله كوونكى واى، نن زما مال ماته هيڅ په كار رانغى، زما ټول حكومت له مينځه لاړ.  [دلته به الله ملایکو ته حکم وکړئ] دی ونيسئ! په ځنځيرسره يې وتړئ[دلته به اویازره ملایک ددې انسان د نیولو لپاره راوړاندې شي]، دی دوزخ ته وغورځو ئ، نو ننباسۍ دی بيا [په دوزخ کې] په يوځنځيركې چې اوياګزه وي، بيشكه ده [په دنيا کې ] په لوی الله باندې ايمان نه راووړ، او نه يې مسكين ته دخوړو د وركولو هڅونه كوله، نو نن ورځ په دې ځاى كې ده ته كوم دوست نشته .اونشته هيڅ طعام [چې وېخوري] خو [د دوزخيانو د زخمونو] له وينو [زوونو] څخه چې هغه له ګناهګارانو پرته بل څوك نه خورى”.

 نو د رمضان دا لس روستنۍ شپې ډیرې مهمې دي که څوک د قیامت په ورځ او له خپل خالق سره په ملاقات ایمان لري په دې شپه دې د خپل رب، خالق، مالک او معبود الله سبحانه تعالی عبادت وکړي ځکه مالومه نه ده چې دچا په نصیب کې د رمضان بله میاشت شته کنه،  یوازې الله جل جلاله پوهیږي چې د چا نیټه کله پوره کېږي، موږ نه پوهیږو.

د لیلة القدر د شپې دعا داده:

زما او د نورو مومنانو د قدرمنې مور عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل یا رسول الله که زه د لیلة القدر شپه ومومم نو پخپله دعا کې څه ووایم، نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل، ووایه: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي ‏”‏ ‏، ژباړه: ”ای الله ته بښنې والا يې او ستا بښنه خوښیږي نو ما وبښه”.  (سرچینه: ابن ماجه، 3850، حکم: صحیح).
 
د قدر د شپې یو شمیر فضلیتونه دادي:
•     مانا دا چې د لیلة القدر له 1000 میاشتو (83 کلونو) غوره ده. ‏
•     په دې شپه لمونځ داسې دی لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي. ‏
•     په دې شپه د قران کریم لوستل داسې دي لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي. ‏
•     په دې شپه د الله سبحانه تعالی ذکر داسې دی لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي. ‏
•     په دې شپه صدقه داسې ده لکه لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي. ‏
•     په دې شپه عمرة داسې ده لکه ‏ لکه څوک چې 83 کاله لمونځ وکړي.
 
ددعا د قبلیدو د شرایطو یو څو بیلګې:
•      دعا کوونکی باید رشوت خور نه وي، او په مال او خوړو کې يې د رشوت پانګه نه وي.
•      دعا کوونکی باید سودخور نه وي او د سود پانګه يې په مال او جایداد کې نه وي.
•      دعاکوونکی باید دروغجن نه وي، او د خبرونو وړونکی او راړوونکی نه وي، یانې ددوه کسانو ترمنځ د شخړې او جګړې پيدا کوونکی نه وي.
•      دعاکوونکی باید مور او پلار ته درنښت ولري او د ګاونډي دحقوقو ادا کوونکی، او مسکین ته ډوډۍ ورکوونکی وي.
•      دعاکوونکی باید پخه اراده ولري چې له دې روسته به د الله احکام په ځان جاري کوي او د الله په کتاب قران کریم او د نبي صلی الله علیه وسلم په سنتو کې بیان شوي احکام به زده کوي او په ځان به يې احکام جاري کوي.
نو که د چا په ژوندکې له دې ستونزو څخه یوه یا د قران او سنتو خلاف نور اعمال وي نو هغه دې لومړی توبه وباسي، سود پیسې دې بیرته اصلي څښتن ته ورکړي، د رشوت پیسې دې بیرته هغو کسانو ته ورکړي چې دوی ترې اخیستې وې، دروغ دې بند کړي او داسې نور، نو امید دی چې الله جل جلاله یې دعا قبوله کړي.  الله سبحانه تعالی دې موږ ته په قران او سنتو باندې د عمل توفیق راکړي.

 

لیکوال: حنان حبیبزی

بلاګ: پوهنه رڼا ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x