افغانستان

د اسیا پرمختیايي بانک ۳۰۰ بورسونه اعلان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۴مه ۱۳۹۵ل): د اسیا پرمختیايي بانک (جاپان) د لسانس دورې څخه پورته محصلینو لپاره ۳۰۰ بورسونه په اقتصاد، اداره، ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې اعلان کړي دي.

دغه بورس کې د زده کړې ټول فیس، میاشتینې جیب خرڅ، کور، کتابونو، بېلابېلا نور اشیا، روغتیايي بېمه او د سفر خرڅ محصل ته ورکول کیږي. کوم کسان چې څېړنې/ریسرچ کوي هغوی ته د تیسیز د لیکلو پر مهال نور مصرف هم ورکوي. په ځېنو ځانګړو حالاتو کې د کمپیوتر، ژبې او نور اړوند کورسونو خرڅ هم په دغه بورس کې ورکول کیږي.

څوک ددغه بورس مستحق دي؟

دغه پروګرام ټولو هغو کسانو لپاره دی چې په ماسترۍ یا دکتورا کې يې داخله کړي وي. اسیا پرمختیايي بانک ځينې پوهنتونونه په نظر کې نېولي، هغې ته تر کامیابۍ وروسته دوی محصل ته سکالرشيپ ورکوي. هر کس کولای شي چې دې سکالرشيپ ته داخله ورکړي. پوهنتونونه په لسو هېوادونو کې دي، تاسو یې نومونه، هېوادونه او لینکونه دلته کتلای شئ.

د محصل عمر باید له ۳۵کلونو ډیر نه وي، صحت يې ښه، لسانس یا معادل سند ولري او ښه اکادمیک ریکارډ ولري. ژمنه به کوي چې د زده کړو وروسته به خپل هېواد ته ستنیږي او خپل هېواد ته به خدمت کوي.

سکالرشيپ د افغانستان او پاکستان په شمول ډیری اسیايي هېوادونه ته ورکول کیږي.

څنګه ورته غوښتنلیک جمع کړو؟

غوښتنلیک جمع کولو لپاره په دې لینک کلیک کړئ. نور اړوند ستاسو سوالونو ځوابونه هم دلته ځواب شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x