
شعـــــرونه
غزل: اجمل ښکلی
اجمل ښکلی
ستا د وعدو په ماتېدلو باندې روږدى سړى
چې ته ورياده شې، هه لپې لپې خاورې وخوري
چې ته خپه شې، هغه لپې لپې وخندېږي
او چې ته ښاده شې؛ هه لپې لپې خاورې وخوري
چې ستا تصوير د خپل زړګي په هديره کې ښخ کړي
چې ته برباده شې، هه لپې لپې خاورې وخوري
څه به اباده شې، هه لپې لپې خاورې باد کړي
څه به اباده شې، هه لپې لپې خاورې وخوري
اجمل د ځان له زبادولو نه هم نه خلاصېږي
چې ته پرې زباده شې، هه لپې لپې خاورې وخوري