نړۍ

طالبانو د ډیره اسماعیل خان پر بندي خانې برید کړی، او خپل هدف یی تر لاسه کړی

نن ټکی آسیا: د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد رسنیو ته ویلي چي دوی په ډیر اسماعیل خان کي خپل د برید هدف تر لاسه کړی، پاته جګړه هسي ټک ټوک او د فوځ او امنیتي ارګانونه اخته کول دي.

نومړي دا خبري وروسته تر هغه د رسنیو سره وکړې، کله چي د خیبر پختونخوا په صوبه کي د ډیره اسماعیل خان پر بندي خانه باندي د برید مسؤولیت واخیست، او زیاته یې کړه چي سل کسو طالبانو پر بندي خانې د څلور اړخونو څخه برید کړی وو.

د بندي خانې ساتونکي او جګ پوړي امنیتي چارواکي ووایی چي نن د پاکستان طالبانو د ډیر اسماعیل خان پر بندي خانې پراخ برید وکړ، چي په یوې غټي چاودني سره دا برید پیل شو، او بیا وروسته ۲۵ نوري وړې او درنې چاودني وشوې، او د هغه وروسته د بندي خانې د ساتونکو او بریدګرو طالبانو تر منځ جګړه پيل شول.

او زیاته کړې چي اوس هم جګړه دوام لري، طالبان د کلاشنکوفونو او آرپي جي راکټونو څخه کار اخلي، او زیاتوي د بندي خانې د ساتونکو سربیره سیمي ته فوځي او استخباراتي عسکر رسیدلی، او د بندي خانې د ساتونکو تر څنګ د بریدګرو سره په جګړه بوخت دي.

یوه امنیتي چارواکي خپل د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چي کله طالبانو برید پيل کړ، نو یو دم شور او غوغا جوړه شوه، او هر اړخ ته د الله اکبر او طالبان زنداباد نعرې وهل کیدې، چي له کبله یې په لومړیو کي د بندي خانې د ساتونکو په منځ کي سخته وار خطائي را منځته شول.

تر اوسه د پيښي د قربانیانو په اړه خاص معلومات نشته، خو ځکه چي برید ناڅاپه شوی، ګمان کیږي، چي د پولیسو او فوځیانو په منځ کي به مرګ ژوبله زیاته وي.

پولیس وايي چي دوی په ښار کي کرفي (بشپړ بندیز) اعلان کړی، تر څو بندیان او بریدګرو لاره ونیسي.

ویل کیږي چي د ډیره اسماعیل خان په بندي خانې کي شاوخوا ۴۵ مهم طالب بندیان ساتل شوي وه، چي کیدای شي دا برید هم د هغوی د خلاصون په خاطر تر سره شوی وي.

باید وویل شي چي د پاکستان طالبانو تر مخه هم د بنو بندي خانه ماته کړې وه، او د طالبانو په ګډون یې تر ۴۰۰ زیات بنديان خوشي کړي وه، چي په هغو کي د پاکستان پر پخواني دیکتاتور فوځي ولس مشر پرویز مشرف باندي برید کونکی عدنان رشید هم شامل وو.

عدنان رشید په دې ورستیو کي یو ځل بیا خپل د یوه لیک په وجه په رسنیو کي ډیر وځلید، کله چي ملاله یوسفزئ ته په ملګرو ملتونو کي د هغې د خطاب په اړه لیک ولیږه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x