افغانستان

د ملي اردو عسکر چې حکومت مړ حساب کړی و، ژوندی کور ته ستون شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۳مه ۱۳۹۵ل): د ملي اردو یو عسکر چې ګمان کېدلو وژل شوی، درې میاشتې وروسته بېرته ژوندی کور ته ستون شوی دی.

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی نورالحق چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ژوندی طالبانو په جګړه کې نیولی و، حکومت د ده په نوم د یوه بل سرتیري مړی کورنۍ ته ورکړی و.

د نورالحق کورنۍ وايي چې دوی يې مړی نه پېژندلو او خلکو ورته ویل چې پنځلس ورځې وړاندې وژل شوی او له همدې کبله يې جسد خراب شوی دی.

خو درې میاشتې وروسته د نورالحق کورنۍ خبره شوه چې پلار یې ژوندی دی او له طالبانو سره بندي دی. وروسته طالبانو نورالحق خوشې کړ او ژوندی کور ته ستون شو.

حکومت د نور الحق کورنۍ ته اکرامیه ورکړې وه چې اوس یې بېرته ترې غواړي. نوموړی د هغو پیسو په ورکولو مجبور دی چې د نوموړي په کې هېڅ رول نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبيراحمد

طلوع وويل چې دا عسکر د دولتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې خوشى شويدى ، بايد دا ويب پاڼه اوياهم طالبان ورسره مرکه وکړي تر څو دى پخپله ووايي چې څنګه کورته دراتلو زمينه ورته برابره شوه او دطلوع تلويزون يو ځل بيا وشرميږي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x