ادبي لیکني

خطرناکه دوسیه «لنډه کیسه»

حمدالله حلمیار

سپین سرې له سر څخه ښوېدلی تور ټیکری پر سپینو ویښتانو بیرته راکش کړ…د بټې ګوتې په دوهم بند یې پړسېدلې سترګې وموښلېو ګوته یې مچ کړه

لاس یې پر ځمکه وتپول په کڅوړه کې تړلي بادیان او له صحرایي بوټیو څخه جوړه کپه یې د بالښت تر څنډه لاندې کړه او سوړ اسویلی یې و ایست!

کوټه له ښځمنو ډکه وه خو ټولې چوپې وي!

یو ماشوم چې تازه خاپوړې زده کولې د سپین سرې ښځې مخې ته پرتې ګوړې ته یې ځان رسولی وو چې مور یې ورپاڅیده او ماشوم یې را واخیست… سکوت د ماشوم ژړا مات کړ… د سپین سرې مشرې لور په غریو نیولي غږ وویل: ادې زه وایم چې کیسه نوره ورانه نشي، اوس مو لا ده(خپل خاوند)  ته ټلفون کړی وای ګوندي یو لار او لیکت یې سمه کړې وای، دی په ولایت کې ډیر شناخت لري… د موساحان زوی چي یې پر ځنځیر شوه کړی وو هم ده را خلاص کړ.

سپین سرې یې خبره ور پرې وړه: هغت دی په بېټک کې ملک علاودین او مامور صاحب او نور سپین ږیري دې له پلار سره ناست دی، که دې زړه نه دریږي نو سیف الله ته هم ټلفون وکړه.
****

نورالله یو خنده رویه خوان وو چې د ولسوالۍ په بازار کې یې د سبزی دوکان وو، د دنیا له سیاسته لرې بې ازاره انسان وو…

د نورالله د واده تابیا نیول کیده پلار او مشر ورور یې د ولور څلور لکه روپۍ یوه بربله د پاسه تیارې ایښې وې ؛ خورلڼې له هرې خوا رارسیدلې وې… نورالله چې درې ورځې وړاندې ولایت ته د د کور د ځیني شیانو د راوړلو لپاره تللی وو د امنیت کسانو توقیف کړی وو، وایي عسکرو یې په موبایل کې نعتونه او ترانې موندلې وې چې وروسته یې د تروریزم دوسیه ورپسې را ایستلې وه

نورالله  له توقیف څخه یې سمدستي کابل ته لیږلی وو او د خلګو له قوله چې دوسیه یې ډیره خطرناکه ده…د نورالله پلار د سیمې مخور راننګولي وو، ترڅو د ژڼي زوی په را خلاصولو کې خپله وسه وکړي… ملک علاودین کابل ته وکیل صاحب ته زنګ وهلی وو خو هغه ویلي وو چې د هلک دوسیه ډیره خطرناکه ده د ملي امنیت یوه ستر افسر یې دوسیه تر څیړنې او اجراء لاندې نیولې ده ځکه خو به له روپیو پرته ونشي…

د نورالله یو اخښی (سیف الله) په ولایت کې د پولیسو افسر وو، هغه هم خپله وسه کړې وه او خو بې نتیجې…
نن په بېټک مشران پر دې ږغیدل چې څرنګه د نورالله د ولور روپی د ملي امنیت تر افسره ورسوي چي هلک را خلاص کړي…
*****

پنځه ورځې وروسته:
موبایل وکړنګیدی، د نور الله مشر ورو ژر اوچت کړ: بلې اورمه!

:دې ظالمانو خو پیسې هم وخوړې او هلک یې لا هم نه ده را ایله کړی…!

: څه!!؟
پیسې مو څنګه ورکولې؟ په دې غلو څه باور په کار ده!

: زویه اوس خو پیښه ده، له پیښې تیښته نشته

اوس ورباندې محکمې لس کاله حبس ایستلی ده، دغه حرامخور افسر وایي په څلور لکه به ایله ستا دزوی د حبس موده له لسو کالو څخه اتو ته راټیټه کړم…

بس خدای ته مو پرې ایښي دي… موږ سبا در روان یو!

سپین سرې چې د صبر او استقامت نمونه وه، په سترګو کې یې اوښکې راغلې او تر خوله بې انتیاره ووتل: وۍ اور در ستړی سه د کوپر اولاده!

اللهي مو ټوټې ټوټې کړه چې مرغان مو وخوري.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x