
طالبانو د ډیره اسماعیل خان د بندي خانې څخه مهم مشران خلاص کړي
نن ټکی آسیا: پاکستاني طالبان وايي چي د ډیره اسماعیل خان د بندي خانې څخه یې مهم مشران خلاص کړي، چي په هغو کي د جنوب وزیرستان مهم قومندان عبد الحکیم ، د سوات د طالبانو مشر صوفي محمد، او د عبد الرشید په نامه یو بل قومندان شامل دی.
د عبد الحکیم په اړه یې ویلي، چي امریکا ته هم مطلوب دی، او امریکا یې پر سر 5 ملیونه ډالره انعام ایښی.
او زیاته کړې چي دوی د ډیره اسماعیل خان پر ښار باندي مکمل کنټرول لري، او چیري چي وغواړي هلته پر فوځ باندي بریدونه کوي.
ددې تر مخه د شاهد الله شاهد په نامه د طالبانو نوي ویاند ویلي وه چي دوی د ډیره اسماعیل خان پر بندي خانه باندي برید وکړ، او خپل هدف یې تر لاسه کړ، او اوس د بندیانو خوندي کولو او انتقالولو باندي اخته دی.
ځايي اوسیدونکي وايي چي بندي خانې باندي اورونه بل دي، او د بندي خانې اکثره حصه تخریب شوی، او ډزي لا هم دوام لري.
د جیو تلویزون وايي چي په ډیره اسماعیل خان په برید کي 60 چاودني وشولې.
یوه مهم فوځي چارواکي ویلي چي جګړه ځکه هم ورته سخته شول، کله چي د ډیر اسماعیل د ټوله ښار برق ولاړ او ښار په تاریکیو کي ډوب شو.
طالبان ادعا کوي چي دوی د برید تر مخه د پلان له مخي د ښار برق قطعه کړ، او بیايې برید پيل کړ.