نړۍ

د خيبر پښتونخوا حکومت سلاکار د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه ۱۳۹۵ل): د خيبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک د لږه‌کيو د چارو سلاکار او د ايالتي اسامبلۍ غړی سردار سورن سنګ د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې ووژل شو.

سردار سورن سنګ سوات ته څېرمه بونير ښار کې تېره شپه ماښام پير بابا سيمه کې خپل پلرني کلي ته تللی و او هلته پرې ناڅرګندو بريدګرو ډزې وکړې.

د پوليسو په وينا سورن سنګ يو ډز په سترګه لګېدلی و او روغتون ته پر لار يې ساه ورکړه.

د بونير د پوليسو مشر خالد محمود رسنيو ته وويل، چې له پېښې وروسته يې سيمه کلابنده کړې او ټولې لارې يې تړلي دي.

د خالد محمود په وينا د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د هدفي وژنو لړۍ بلل کيږي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني نن ټکی آسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې د نوموړي د ژوني مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

سردار سورن سنګ د انصاف غورځنګ له لوري د ايالتي اسامبلۍ غړی و او ترڅنګ يې د لږه‌کيو په چارو کې د اعلی وزير پروېز خټک سلاکار هم و.

سورن سنګ پخوا د جماعت اسلامي غړی و، ۲۰۱۱م کې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنګ سره ملګری شو، نوموړی د سکهانو ټولنې مهم مشر و. سورن سنګ طبي ډاکټر و او د خيبر تلويزون د يو پروګرام «زه هم پاکستانی يم» کوربه هم و.

پېښور کې د رنجيت سنګ د زمانې يو درمسال، چې له تېرو اويالو راهيسې تړلی و، څه موده وړاندې د سورن سنګ په هڅو د سکهانو د عبادت لپاره پرانستل شو.

پېښور، قبايلي سيمو او افغانستان کې سکهان او هندوان له مسلمانانو سره له تېرو څو پېړيو يو ځای په امن او سوکالۍ کې ژوند کوي، يو بل سره راشه درشه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x