ټولنیزه برخه

کتاب

لیکوال : نثار احمد صمد واصفی

کتاب رښتین او متین ملګری دی . کتاب رفیق او شفیق دی . کتاب له هر ځواک څخه خپلواک دی ، نه د چا مطیع او نه تابع دی . کتاب هغه معنوي سېک دی چی لورئ یې د ځوړتیا څخه لوړتیا ده . کتاب د افعالو او اعمالو هینداره ده . کتاب انسان ته بصیرت او لیاقت وربخښی ، درنښت او ګرانښت ورکوی ، فضیلت او عظمت ورسپاری ، او باالاخره د کمال او اکمال درجې ته یې رسوي . کتاب د پرون تعبیر ، د نن تفسیر او د سبا تقدیر دی . کتاب د معلوماتو پوره او کره ټولګه ده . کتاب د ثواب او عذاب ښکارندوی ، د عزت او ذلت څرګندوی ، د ایمان او وجدان پالندوی دی . کتاب د پوهنی او روزنی زانګو ده . کتاب اسانه پوهنتون او ارزانه روزنتون دی .

پورتنی تعریف او توصیف د هغه کتاب دی چی بطن او متن یې اصلاحی وی او مسیر یې فلاحی وی . که نه هسی به د کاغذونو سیاهي وی .

وایی چی کتاب تر بل هر شي ښه سوغات دی لاکن په خپل ذات کی بهترین نه دی .

د کتاب لوستنی ګټی خصوصأ ځوانانو ته خورا اړین آن حیاتی دي ، دا ځکه چی :

فکري سطح او پوهه زیاتوي ؛

ذهن د نوری اخیستنی له پاره ښه فعالوي ؛

د لغاتونو زخیره بشپړوي ؛

نوي لیدلورې خلاصوي ؛

د ښوونځی یا پوهنځی د سبقونو د یادولو له پاره چمتوینه ډیروي ؛

د علم لمن پراخوی او د معلوماتو پانګه زیاتوی ؛

وسوسې ، غمونه او اندېښنې له منځه وړی ؛

تر ټولو مهم دا چی باطل ته د ننوتلو مخه نیسې.

په هر صورت ، کتاب د علم او پوهي په وړاندی یوه خلاصه دروازه ده . نو کتاب د یوې ټولنی له پاره لویه سرمایه او نعمت ګڼل کیږی . پوهانو ویلی دي چی کتاب د مدنیتونو مور او د هغوی زیږنتون دی .

کتاب د تفکر ، ذوق ، هنر او علم یوه ټولګه ده چی یو یا څو انسانانو را غونډه کړې ده . نو موږ ته لازمه ده چی له وخته په استفاده د بشر د فکري بیلابیل والي څخه مثبته ګټه واخلو او هغه پلې کړو . دا هغه هدیه ده چی کتاب یې راکوی .

د کتاب لوستلو عادت او کلتور د انساني ټولنی د پرمختګ او پرمخیون اصلی عامل دی . ځکه نو بریمنه ټولنه هغه ده چی د کتاب لوستلو کلتور پکښی ډیر وی . دا یو ثابت حقیقت دی چی د یوې ټولنی د شاته والي د څو عواملو څخه یو هم د کتاب ویلو د کلتور نشتوالی دی .

کتاب د پیړیو پیړیو اوږدې زمانې را لنډوی او هغه د لوستونکي مخته ایږدي ، یعنی هغه د پیړیو د کړیو څخه تړلیً او مضبوط ځنځیر جوړوي . که کتاب پیړۍ پیړۍ آن زریزی سره وصلوي نو معنی دا چی لرغوني او ننني نسلونه هم سره تړي او دا يې ستر خدمت دی . کتاب د تیرو پیړیو او تیرو نسلونو لوړتیا او ځوړتیا ، کامیابۍ او ناکامۍ ، روابط او ضوابط ، افسانې او حماسې ، اتفاق او نفاق….. زموږ مخي ته ایږدي او سالم لورئ راښیی .

هو ، کتاب د لیکوال د کلونو کلونو خواري یو دم لوستونکي ته وړاندی کوی او هغه اکمالوي . ما ، یعنی دغه لیکوال د خپل تازه چاپ سوي کتاب ( اخلاقي کنایې ـ دوهم جلد ) په مقدمه کی داسی لیکلی دي : « ګرانو لوستونکو ته زما پیغام دا دی چی ته خو دا کتاب عادي لولې، فهرست یې ګورې، ورقی یې دوری هوری اړوې او کومه انتخابی قصه یې لولې او بیا نو کتاب قاتوې. خو ما یې د تدوین، اهتمام او تر تا پورې د رسولو له پاره د سر وریښتان سپین کړل! »

په هر صورت ، پوهانو ویلی دي چی تر کتاب بل بهترین ملګری نسته . وایی چی یوه ورځ ابن سینا په خپل کور کی ناست و او د افلاطون یو کتاب یې مطالعه کاوه چی ډیر کلونه ورپسی ګرځېدلی و څو چی باالاخره په لاس ورغلی و . هغه دا کتاب په ډیره مینه او شوق سره لوستی . هر څونه چی به یې مطالعه کاوه په هغه اندازه به یې خوند ځنی اخیستی او پر لوستلو به یې نور تلوار هم کاوه .

دا مهال ناببره دروازه خلاصه سوه او همسایه راغی او د ده څخه یې پوښتنه وکړه چی صاحبه ولی یوازی ناست یې ؟ ابن سینا چی د فکرونو لړلۍ یې خطا سوه او د ګاونډي په ناببره راتلو سره ناارامه سو ، نو یو سوړ اسوېلی یې وکیښ او داسی ځواب یې ورکړ : تر اوسه خو یوازی نه وم بلکی د همدې بهترین دوست یعنی کتاب سره مصروف وم ، خو اوس ستا په راتګ سره یوازی سوم !

هو ، په رښتیا هم کتاب بهترین دوست دی خو چی صحیح کتاب او صحیح دوست وی . د یو عالم له قوله ښه او ګټور کتاب د هغه د لیکوال له خوا بشریت ته یوه ډالۍ ده . د ګټور کتاب د لوستني سره مینه د پرمختګ اساسي ذریعه ده .

یو عالم څه ښه ویلی دي : زموږ ژوند یو کتاب دی او موږ یې هم لیکوال ! نو الله دی زموږ ځوانان د کتاب لوستلو په وسله سمبال او اکمال کړی ، والسلام .

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close