د هغه ستر محسن او ملي ناجي درېیم تلین

قاري حبیب

د روسانو په وړاندې د جهاد کلونه وو، زموږ کورنۍ هم د ملیونونو نورو افغانانو غوندې په هجرت اړ شوې وه، زه د هجرت په دیار کې وزیږېدم،د هجرت د دیار د سوزنده صحراوو،ټکنده غرمو،بادونو ، سیلابونو او ساري امراضو له  مصائبو سره په همغاړي ژوند کې رالوی شوم،د کیمپ په سپیرو خاورو کې مې خاپوړې وکړې او د کیږدیو په سیوري کې مې د ژوند لومړني کلونه تېر کړل.

چې لږ رالوی شوم او خپل ستړي ژوند ته په فکر کې شوم له خپلې خوږې مور او د کورنۍ له مشرانو مې د خپل ژوند د کړاوونه په اړه پوښتنې پیل کړې، هغوی راته ویل چې موږ مهاجر یو، زموږ اصلي هیواد افغانستان دی، افغانستان روسانو او دهغوی مزدورانو اشغال کړی او موږ د خپل ځان او ایمان د ساتنې په خاطر د هجرت لاره نیولې او دې کړاوونو ته مو اوږه ورکړې.

دغه وخت په افغانستان کې د کمونیزم په خلاف جهاد روان و، د کیمپ د جومات په پنځو وخته لمونځونو کې به مجاهدینو ته د بریا دعاګانې کیدلې،د هر لوی او واړه ، نارینه او ښځینه په زړه کې همدا یوه هیله وه، د مجاهدینو بریا او د هیواد آزادي. ډیرو مهاجرو میرمنو  د خپل سر ټیکري نذر ایښي و، چې که خدای پاک افغانستان آزاد او مجاهدین کامیاب کړل نو خپل د سر پوړنی به خیراتوم، د سرپوړنی د افغانانو په  ټولنه کې ډیره ستره معنی لري،د سردپوړني په  پلو سره خلک د مړي له پور اخیستلو تیریږي  او هره ننواتې یې قبلیږي،خو زموږ  د اولس د تورسرو په زړه کې د هیواد د ازادۍ مینه دومره ډیره وه چې په دې لاره کې یي د سر د پوړني خیرات ته هم تن ایښود.

یوه ورځ ډزې شوې،خوشالۍ شوې او د هجرت کیمپ د خوښیوغوغا په سرواخیست وایي مجاهدین کابل ته ننوتل،هیواد ازاد او ارام شو، کمونیستي نظام چپه شو، ددې خبر په راتلو د کیمپ د ډیرو سپین روبو سترګې د خوښۍ له اوښکو ډکې شوې،تورسرو د خدای شکرونه اداء کړل،تاوده پاستي یي خیرات کړل، خپل محبوب وطن افغانستان ته د ستنېدو هیلې وغوړېدې،او څو اونۍ وروسته موږ لومړني مهاجر وو چې بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته ستانه شوو.

خو چې خپل کلي ته ورسېدو رامعلومه شوه چې کمونیستي واکمني چپه شوې مګر هیواد ازاد او ارام شوی نه دی، د خلکو د ستر ارمان شرعي نظام څرک نه لګیږي، بلکې حکومتي واک د اهل کار او متدینو اشخاصو په ځای د فاسدو او فاسقو لنډغرانو ، داړه مارانو، پاټکیانو  او غلو ترمنځ تقسیم شوی دی .

هیواد ته په ستنېدو رامعلومه شوه چې هیواد له یوه بحران څخه یوه بل خطرناک او خونړي بحران ته لویدلی دی، که پخوا یوازې د افغانانو سراو مال په خاطر کې و اوس د کورنیو جګړو او خپلسریو له امله د هیواد پنځه زره کلن سیاسي وجود تر خطرلاندې او د تجزیې له ګواښ سره مخ و، په کابل او ولایاتو کې تنظیمي جګړې پیل شوې هره شپه به مو چې راډیو اورېده ، د وژنو، جنسي تیریو، لوټماریو، داړه ماریو او ملي شتمنو د چورتالان خبرونه مو اورېدل.

زموږ په سیمه کې که څه هم نسبتا ارامي وه خو بیا هم د غلو او داړه مارانو کمی نه و، په لویو لارو پاټکونه جوړ شوي وو، په کلیو کې اوباشان او فاسق اشخاص له وسلو سره ګرځیدل هرمشر فاسق له ځانه کومندان جوړ کړی و او څو تنه  بې جلبه  او چرسي وسلوال یې په ځان پسې لیکه کړي و.

ښه مې په یاد دي چې زموږ د سیمې داړمارانو یوه ورځ په رڼا ورځ زموږ په کلي کې دوه تنه د بنجارې سوداګر لوټ کړل،د شپې مهال به یوازې  همدا لندغران په کوڅو کې ګرځیدل، هیڅوک له ماښام نه وروسته بهر نه شوای تللی،د هیواد حکومتي سیستم، د نوي نسل تعلیم او تربیه ، خدمات او د انساني ژوند ټولې برخې له سقوط سره مخامخ وې، افغان ټولنه په یوه داسې بحران کې ډوبه وه  چې نه یوازې بالفعله یي سر، مال،عزت ، ناموس  او ابرو ورلوټله بلکې راتلونکی نسل یي هم د مطلقې ګمراهۍ ، خودسرۍ او فسق و فساد په خوا رهبري کوو.

افغانان هغوی چې نړۍ یې د کمونیزم له بلا خلاصه کړې وه د خپلمنځي جګړو او هرج و مرج په اور کې کبابېدل هرچا ددې بوږنوونکي حالت یوازې ننداره کوله، هیڅ د امید څرک نه برېښېده  یوازې د جګړې اورونه وه چې هره خوا پراخېدل ، یوازې پاټکونه وه چې ډیرېدل او یوازې د فسق، فساد ، ظلم او تعدی ډولونه و چې نوې نوې بڼې یي نندارې ته وړاندې کېدې.

په همدغسې یوه سخت او تورتم حالت کې په کندهار کې یوه میړني طالب خپل کتاب کت کړ، د ظلم، فساد،ګډوډۍ او داړه مارۍ په خلاف یې د مبارزې توغ پورته کړ، دوخت د ظالمو فرعون صفته داړه مارانو دښمني یې په غاړه واخیسته  او د هغوی د ورکولو حلف یي واخیست، په لومړي ګوزار یې د کندهار او میوند تر منځ له لویې لارې د ظالمو ټوپکیانو ځنځیرونه ټول کړل، ظالم ، بې رحمه ، فاسد او د ملت په اوږو سپاره  لنډه غر یې دخپلو شنیعو اعمالو په سزا ورسول ، او له هغوی څخه په تصفیه شوې ځمکه یي د الهي نظام وړانګې  خپرې کړې.

په څو ورځو کې د شراو فساد په خلاف ددې پاڅون اوازه د هیواد تر کونج کونج ورسېده، په مظلوم او مقهور ولس کې د نوي ژوند ساه وغوړېده  ولس  د نجات څرک ولېد او د هیواد ټولو مظلومو سپین روبو او تورسرو ددغه مبارز او مجاهد طالب په حق کې ددعاګانو لپې اسمان ته کړې.

ښه مې په یاد دي چې څو اونۍ وروسته ددغه مجاهد طالب ملامحمد عمر مجاهد لښکر زموږ تر سیمې هم  راورسېد، روژه وه، د ژمي موسم و، موږ ماشومان و  خو  زموږ له سیمې له لږ لارې د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ طالبانو د فساد په ځالګیو د درنو وسلو بریدونه پیل کړي و، د توپ او راکټ  هر غږ یي د اولس په رګو کې د ژوند وینه او مینه تاندوله ، هرچا دعاء کوله چې یا الله زرترزره دا سپین لښکر زموږ تر سیمې راورسوې چې د دې ظالمو، فاجرو، چرسي او لوطي پاټکیانوله  سلطې څخه مو خلاص کړي.

څه وخت وروسته  د درست افغانستان غوندې زموږ سیمه  هم د اسلامي امارت په شرعي وړانګو منوره شوه،د ملامحمد عمرمجاهد تر مشرۍ لاندې طالبانو چې زموږ په سیمه کې لومړی کار وکړ هغه دا و چې زموږ د سیمې سرکشه غل یې له خپلو دریو ملګرو سره ګرفتار او د ولسوالۍ په چوک کې یي دغلا په جرم ښی لاس او چپه پښه ترې غوڅ کړل.

د همدې شرعي حد اجراء په ټوله سیمه کې د غلا او داړه مارۍ دود ته دپای ټکی کیښود بیا تر هغو پورې چا په ټوله سیمه کې د غلا، غله او لوټمارۍ نوم په خوله وانخیست  ترڅو په امریکایي بریدونو کې د طالبانو واکمني له منځه لاړه .

د ملامحمد عمر مجاهد د واکمنۍ په راتګ سره د هیواد وضعیت له منفي حالت د مثبت خواته داسې په بل مخ واوښت چې چا یي تصور هم نه کاوو، د جهالت په ځای د علم ، مدارسو او معارف وړانګې خپرې شوې، د بې نظمۍ، ګډوډۍ او هرج ومرج په ځای د الهي قانون او حکومت دارۍ کلتور راژوندی شو، د بي امنۍ په ځای داسې امنیت راغی چې افغانستان په نړیواله سطحه د امنیت  بیلګه او مثال وګرځېد، د ظلم  او تجاوز په ځای د انصاف او حق  حقدار ته د رسیدلو اصولو  رواج شول، افغانستان د تجزیې له خطر څخه وژغورل شو، دملوک الطوایفي او کوڅه واکۍ سیستم له منځه لاړ، ټول هیواد او اولس تر  یوه حاکمیت یوه نظام او یوه شعار لاندې راغونډ شول .

د افغانستان نوی نسل د جهالت ، خپلسرۍ ،نشه یي توب او نورو ډيرو خطراتو څخه وژغورل شو او دالهي قانون تر سیورې د سالمې تربیې په چوکاټ کې د سعادتمند ژوند په خوا رهبري شو.

بې له شکه چې دغه اوښتون په افغانانو د الله تعالی ځانګړی فضل او مرحمت و، مګر هغه څوک چې الله تعالی ددغه  نوراني انقلاب لپاره وسیله وکړ هغه امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد و، هغه ستر انسان چې الله تعالی یې د همت او اقدام په برکت یو ستر ملت ته له مطلق سقوط او پاشل کیدو څخه نجات ورکړ.
هو کې ملامحمد عمر مجاهد زموږ  د نجات استازی شو، زموږ زخمونه یي ټکور کړل، زموږ دمجاهد اولس د جهاد او هجرت ستي ارمانونه یي ترسره کړل، زموږ د کونډو ، یتیمانو، بې کورو  او دربدره افغانانو په سترګو کې یي د ارمان اوښکې هغه چې دیوه شرعي او پت ساتونکي نظام په ارمان یي تویې کړې  وچې کړې.

زموږ دمظلوم اولس له سر څخه یي د وحشي داړه مارانو د ظلم او جبر ځغ پورته کړ، ستړي اولس ته یي ارام ورکړ او ظالمان یې په شرعي مجازات ورسول .

د افغان اولس دغه ستر محسن او ملي ناجي د خپلې وظیفې له سرته رسولو وروسته دری کاله وړاندې د ۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور په دریمه نیټه چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د اپریل له ۲۳ سره سمون خوري خپل روح الله تعالی ته وسپاره ، دالله تعالی دیدار ته لاړ او خپل اولس یې په الله تعالی وسپاره.

زه د یوداسې چاپه حیث چې مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مې د یوه شخص په حیث په ژوند تر ټولو ډیر مثبت اغیز درلودلی،دده دخدماتو مننه کوم، مرحوم ملاصاحب ته له الله تعالی څخه کامل اجرونه او جنت الفردوس غواړم .

اې الله تعالی !

زموږ مرحوم أمیر په خپلو انعاماتو ونازوه، هغه موږ د اسلامي شریعت او تربیې په وړانګو نازولي یو ، خدایه پاکه هغه ته أعلي علیین مقام کې ارام ورکړه ځکه هغه زموږ  مظلوم اولس ته د جبر او ظلم له پنجو څخه آرام ورکړی دی او د اسلامي حاکمیت په رڼا یي نازولی دی .

آمین یا رب العلمین

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

الله (ج) د ټولو مسلمانانو سره بښنه ورته وکړی او د فردوس جنت دخدای ورکړی اود ګناهونو مغفرت د الله(ج)زمونږ په ګډون ورته وکړی. زه د ارواښاد مظلوم څخه خاطری لرم .چی په لنډو کی یی دوی درته بیانوم. د ۱۳۷۷ کال وو چی زه هلته په کندهار کی د اسلامی صحی مرستو دمرکز سره د منیجر اوسر انجینر په توګه د آساسی روغتیایی مرکزونو د جوړولو مسوول وم او زموږ د موسسی اړیکی د امارت د مقام سره ښه وو اود ښځینه روغتیایی کارمندانو اوډاکټرانو اجازه موهم په لیکلی بڼه د فرمان په توګه ځنی تر لاسه کړی وه.… نور لوستل »