نړۍ

په کراچۍ کي د سختي ګرمۍ خبرداری ورکړل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه ۱۳۹۵ل): تیره ورځ د کراچۍ ښار منګوپیر سیمه کي دوو کسانو «شرافت جکويی او عبدالستار» د سختي ګرمي له امله سا ورکړي.

حکومت خلګو ته خبرداری ورکړی چي راتلونکو دوو ورځو کي به ګرمي نوره هم زیاته شي، دکراچۍ ښاري حکومت دکراچۍ له خلګو څخه غوښتي چي بېله اړتیا څخه کورونه څخه ونه وځي.

همدارنګه د دغه ایالت د روغتیا وزارت له لوري خلګو ته توصیه شوي چي د اړتیا په وخت کي له کورونو څخه د وتو په وخت کي لانده دستمالونه سرونه باندي واچوي، دیري زیاتي اوبه او نور معایات وڅښی او ورځني خوراکونو کي نرم خواړه غوره کړي.

د سیند د حکومت له لوري د ښار پر شتمنو کسانو باندي هم غږ شوي چې د ښار په واټنونو او کوڅو کي دخلګو لپاره دشربتونو او اوبو بیلران کښیږدي تر څو د اړتیا او (ګرمي څپې) په صورت کي ښار ته را وتلي کسان ورڅخه استفاده وکړي.

دکراچۍ ښار د هوا پیژندني اداري خبرداری ورکړي چې راتلونکو دوو ورځو پوري به د هوا د توخي درجه له څلویښت سنټي ګریډ څخه واوړي.

باید وویل شي چې تیر کال هم د کراچۍ ښار کي د سختي ګرمي یوه څپه تیره شوه چې له امله یی ددغه ښار څه کم دوه زره کسان مړه شوو.

تیره ورځ رسنیو خبرونه خپاره کړي وو چې په هندوستان کي دسختي ګرمي او په هواکي دنمي دزیاتوالي له امله څه دپاسه سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x