افغانستان

ولسي جرګه: ولسمشر دې د دفاع وزارت او ملي امنیت لپاره نوماندان را معرفي کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې پر حکومت غږ کړی چې د دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر او د ملي امنیت ریاست لپاره نوماند رییس ور معرفي کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل چې دوی به له ولسمشر او امنیتي مسوولینو سره ګډه غونډه ولري، خو په وینا يې ولسمشر باید پورته دوه نوماندان را معرفي کړي.

هغه وویل چې ولسمشر د هېواد د وروستیو حالاتو اړوند له امنیتي مسوولینو او د ملي شورا د جرګو له غړیو سره لیدنه کوي.

ابراهیمي زیاته کړه چې د هېواد په ترینګلو حالاتو کې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې باید ولسمشر يې غم وخوري.

وروسته له هغه چې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له څرګند دلیل پرته له دې ریاسته وشړل شو، پر ځای يې مسعود اندرابي د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر معصوم ستانکزی چې تر دې وړاندې يې د سولې شورا د دارالانشا‌‌ء د رییس په توګه دنده ترسره کوله، د تېر کال د غبرګولي د میاشتې راهیسې د دې وزارت د سرپرست په توګه پر دنده بوخت دی.

ياده دې وي ولسمشر د تېرې دوشنبې پر ماسختن هم له امنیتي مسوولینو او ملي شورا جرګو سره بېړنۍ ناسته درلوده، چې پر سهار يې د ملي امنیت رلسم ریاست د طالبانو د بريد ښکار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x