
فراه کې لسګونه زده کوونکې مسمومې شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): په فراه ولایت کې د یو ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي چې پېښه نن سهار د فراه ښار اړوند د چهار قلعه ښوونځي کې وشوه.
د عامې روغتیا رییس عبدالجبار شارق وايي چې د دې ښوونځي ۱۰۶ تنه زده کوونکې مسمومې شوې چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د هغه په خبره نجونې له مسموم کېدو وروسته د پوستوکي په خارښ اخته شوې، چې تر درملنې وروسته به يې حالت د اندېښنې وړ نه وي.
هر تعلیمي کال کې د هېواد په لروبر کې لسګونه ورته پېښې رامنځته کېږي، چې تر اوسه يې امنیتي مسوولینو عاملین نه دي په ګوته کړي.