نړۍ

عیساي پوپ وايي که د همجنس پرستانو زړونه صفا وي، زه بیا څوک یم چي فیصله وکړم

نن ټکی آسیا: د عیسایانو پاپ فرانسس ویلي چي مونږ باید د لوطیانو یا همجنس پرستانو په اړه فیصله ونه کړو، او نه باید تبعیضي چلند ورسره وکړو، او زیاته کړې، چي زه فیصله نه کوم، که د یو چا نیت صفا او ښه وي، نو زه بیا څوک یم چي حکم باندي صادر کړم.

نومړي دا خبري هغه وخت وکړي کله چي برازیل ته د سفر وروسته بیرته خپل مذهبي هیواد فاتیکان ته ورسید.

نومړي وویل چي روماني کاثولیکي کنیسه د همجنس پرستانو اعمال ګناه ګڼي، خو د هغوی افکارو او میولاتو کي ګناه نشته.

د فرانسیس پاپا تر مخه د بندیکت په نامه د کاثولیک عیسایانو مشر یوه فتوا لاسلیک کړی وه، چي په کښي راغلي وه، همجنس پرستان نه شي کولای چي د عیسایانو راهبان شي.

خو نوموړی وایی چي نه باید د غفران یا بخښنه همجنس پرستانو ته هم ورکړه شي، او د هغوی ګناوي هم باید هیري شي.

دپاپا توب منصب ګټولو ورسته دا د نوموړي لومړی خارجي سفر وو چي برازیل ته یی وکړ.

باید وویل شي چي د عیسایانو د مذهبي هیواد (فاتیکان) څخه په څو ځله خبرونه راوتلي چي په هغه کي د واکمنو او غټو مذهبي مشرانو د لواطت او همجنس بازی انکشافات شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x