دیني، سیرت او تاریخ

د انسان د غفلت حيرانوونکی انځور

ابوالمنظور عطشان

امام غزالي رحمه الله کیسه کوي ، یو کس روان وو ، یو زمری ور پسې سو ، شاوخوا کومه ونه هم نه وه ، چې دا کس وني ته ختلی وای ، په نظر یو کوهی ( څاه ) ورغی فکر یې وکړ راځه دې کوهي ته به کښته سې ، چې کله زمری لاړ سي ، نو بیرته به را وخېژې ، کله چې یې کوهي ته کښته کېدلو لپاره ور وکتل ، که ګوري په کوهي کې یو لوی تورښامار پروت دی ، اوس چې د يوې خوا زمری ورپسې دی او له بلې خوا په څاه کې لوی مار دی بې چارې سو ، دې وخت کې یې لږ څه کښته د څاه پر دېوال يوې رېښې ته پام سو ، فکر یې وکړ راځه دې پسې به ځان وځړوم ، نه به پورته یم، چې زمری مي وخوري او نه به د ښامار خولې ته لوېږم، چې زمری لاړ شي؛ نو زه به هم را وخېژم ، ځان یې په ریښه پسې وځړوی ، څه وخت وروسته یې ولیدل چې دوې مږې ( د موږکانو يو ډول دی ) دي ، یوه تور رنګ لري او بله سپین رنګ لري ، د هغه رېښې په پرېکولو اخته دي ، چې دی پسې ځړېږي ، دې حالت ته په کتو سره ډېر پرېشانه سو ، يوې او بلې خاو ته یې وکتل که ګوري، چې د مچیو ګبین ( چرګني ) ته یې پام سو ، دا د شهدو (عسل) نه ډک وو ، خو مچۍ پکښې نه وې ، فکر یې وکړ ته راسه دا به وګورم، چې څنګه عسل دي؛ نو په یوه لاس یې ريښه ونیوله او د بل لاس په ګوتو یې لږ عسل وڅکل ، عسلو خوند ورکړ ؛ نو د عسلو په خوړلو اخته سو ، زمری ، ښامار او مږي یې ټول له یاده ووتل …

امام غزالي رحمه الله فرمایي : اې دوسته ! ستا مثال ددغه کس غوندي دی، ملک الموت د زمري غوندې په تا پسې دی ، د قبر عذاب د دې ښامار په شان ستا په انتظار دی ، توره او سپینه مږه ستا د ژوند شپې او ورځي دي ، هغه ریښه ستا ژوند دی ، کوم چې مږي یې خوري ، دا د عسلو ګبین د دنیا خوند دی ، د څه په خوند ، چې ته اخته سوی یې.

لږ خپلو اعمالو ته متوجې سه ، ستا انجام به څه وي ؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x