ټکنالوژي

هنډا (Honda) خپل نوی موټر معرفي کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۳مه ۱۳۹۵ل): د هنډا د کمپنۍ موټر هم ځانګړی شمیر کاروونکي او خوښوونکي لري. هنډا کمپنۍ کاروونکو ته زیری ورکولو سره اعلان کړی چې یو ځل بیا خپل اکورډ هابرېډ (Accord Hybrid) نومې موټر وړاندې کوي.

د هنډا کمپنۍ رسنیو ته وویل چې خپل اکورډ هایبرېډ (Accord Hybrid) نومې موټر یو ځل بیا نړیوالو بازارونو ته له ځینو اضافه شوو ځانګړتیاو سره وړاندې کوي. د دغې موټر د جوړولو کار تیر کال بشپړ شوی و.

د هنډا د کمپنۍ د اکورډ هایبرېډ ۲۰۱۷ ماډل به په بشپړه توګه له نوی ډیزاین سره وړاندې شي. دغه موټر کولی شي د یو لیټر پیټرول په مرسته ۴۹ میله سفر وکړي.

له پورتني ځانګړتیاو سربیره ویل کیږي چې د دغې موټر امنیتي ځانګړتیاوې هم د پخوا په پرتله پیاوړي شوي. دغه موټر نیم اتومات ځانګړتیا سره به وړاندې شي.

هنډا اکورډ هایبرېډ ۲۰۱۷ کې به د کاروونکو د خوښې سره سم د اپل کار پلې (Apple CarPlay) یا د انډرایډ اټو (Android Auto) سیسټم هم ځای پر ځای کیدلی شي. دغه موټر ۲۱۲ هارس پاوره څلور سلینډر لروونکي ماشین لري.

د دغې موټر د څلورو سلینډرونو ماشین دوه برقي موټورونو سره وصل دی، یو موټور يي مخکنیو ټایرونو د چلولو او دوهم يي د پټرول ماشین ته د بریښنا رسولو دنده پر غاړه لري.

د هنډا کمپنۍ ویلی چې دغه موټر به راتلوونکی منی نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي خو دغې کمپنۍ تر دې دمه د دغې موټر د بیې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x