راغاړې ووزه- دسید احسان الله الهام شعر

 

کله چي قصـــد وکـــړم چـي تانه بې پرواغوندي شـم

ګريوان مي لوندشي په مړواوښکواورسواغوندي شــم

راتـه پــه فــکـــرمــي دزړه زخـــمــــــونه کـــــم ښـــکاره شي

ستـا وبڼـــوته  چـــي وګــــــورم وارخــطــــاغـــونــــدي شــم

ياخــومــخ پــټ کــــړه او پــټ خــــانــده يــاراغــــاړې ووزه

سم مـــروريم چـــي ته خـــاندي نــو پخـــلا غـــــــوندي شـم

نوردي جـــانـانه خواکي ځــاى دخــداى په مـرسته غواړم

په زيارتــــونـــو کي چي شپې  کوم ګـــداغــــونـــدي شــــم

چــاراته صــبــــر ديعـــقـــوب عــليـــه الســلام بيــان کـــــــــړ

هغــه قيصـــه تکــــرارومـــه  پـــرې هـــوســـاغــونــــدي شم

نـاآرام زړه  ته مـــــي آرام څـــــــه چـــي ښـــــــکلا وې بشـــي

رڼـــه سپوږۍ غــوندي  په تـوروشپـــو رڼــاغـــونــدي شم

الهـــامــــه  : هـــلــــه به پـــوره شــي زمــــــا دميــنـي ارمـــان

چي په غمـــــازبانــدي دتـــورودبريښــنـــاغــونــدي شــــم

سيداحسان الله الهام

عيدالفطر 3 / 09/ 2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.