نړۍ

اسلام اباد: د جامعه حفصه زده کوونکې له لوږي کړیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان په پلازمینه «اسلام اباد» کې د مشهورې مدرسې «جامعه حفصه» مهتممه «ام حسان» وايي چې د خوراک د نشتون له ستونزي مخ دي او ډیری ورځې دوی په یوه وخت خوراک بسنه کوي او کله کله د یوه وخت خوراک هم نه پيدا کیږي.

نوموړې زیاتوي چې پخوا به ځینو خلکو چندې همدلته مدرسې ته راوړلې، ځینو به د لیري ځایونو څخه پیسې رالیږلې، خو په وینا یې، له هغه راهیسې چې میډیا او نورو غربي کړیو د مدرسې پر خلاف پروپاګند پيل کړی، خلک بې زړه شوي او له ویري کومک نه شي کولای.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د «جامعه حفصه» په نامه د اناثو دیني مدرسه وروسته تر هغه ډیره مشهوره شوه، کله چې پخواني زورواک ولسمشر پرویز مشرف په مدرسې پوځي عملیات وکړه، او د سلګونو بې ګناه نجونو او زده کوونکو په شمول یې ګڼ کسان په شهادت ورسول، په وژل شوو کسانو کې د مدرسې د مشر مولانا عبدالعزیز ورور «مولانا عبد الرشید» هم شامل وو.

په جامعه حفصه کې دا وخت نږدې درې نیم زره (۳۵۰۰) انجونې د قرآن کریم او دیني علومو زده کړې کوي، دغه زده کوونکې په مدرسه کې دننه اوسیږي، مدرسه د دوی د خوراک، څښاک او استوګنې په خاطر چنده راغونډوي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان مطبوعات، سیاسي څېرې او ځیني غربي موسسې هڅه کوي چې دغه مدرسه بدنامه کړي او په ځانګړې توګه ځیني حکومتي کړۍ مدرسې ته د ورتلونکو چندو مخه نیسي.

د مدرسې مهتممه «ام حسان» وايي چې له دې هر څه سره سره بیا هم ځینو کسانو مدرسې ته چنده ورکوله خو د هغوی د کورنۍ غړي په یوه او بل نامه د حکومت له لوري ځورول شوي چې له امله یې اوس څوک مرستې ته زړه نه شي کولای.

د پاکستان امت اخبار د ام حسان سره د هغوی د ستونزو په اړه مرکه کړې، نوموړې ورته ویلي چې همدا تېره پنجشنبه او جمعه د دوی تر درې نیم زره زیاتې زده کوونکې انجونې له لوږي کړېدلې، د پنجشنبې او جمعې په ورځ د یوه وخت خوراک وموندل شو خو دا چې راتلونکې ورځې به څرنګه کیږي، هیڅ درک یې نشته.

ام حسان او مولانا عبدالعزیز د همدې مدرسې په احاطې کې دننه اوسیږي او د نورو زده کوونکو او ښوونکو په شمول دوی هم د ورته برخلیک سره مخ دي.

د مدرسې مهتممه وايي چې رسنۍ که هر څومره د دوی په خلاف پروپاګند وکړي، خو بیا هم د دیني زده کړو مینه وال خپل اولادونه د دوی مدرسې ته را لیږي او ورځ په ورځ یې د زده کوونکو شمېر زیاتیږي چې دوی یې په ډیر مشکل سره د خوراک اسانتیا برابرولی شي.

ام حسان وايي چې په انجونو زده کوونکو کې یو نیم زر انجوني کم عمره ماشومانې وې، چې د لوږي له لاسه د هغوی کړېدل د دوی لپاره د تحمل وړ نه وه، نو ځکه يې رخصت کړې. د هغې په وینا، پاتې دوه زره انجونې چې نسبتا غټې دي، د هر رنګه لوږې سربېره یې خپل زده کړو ته ادامه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx