نړۍ

نن د پاکستان نوی ولس مشر ټاکل کیږي

نن ټکی آسیا: ټاکل شوې ده چي نن (30/7/2013) به په پاکستان کي د ولس مشر د انتخاب لپاره ټاکني کیږي، او زیات ګمان کیږي چی د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له خوا کاندد ممنون حسین به انتخابات وګټي او د پاکستان د راتلونکي ولس مشر په توګه به وټاکل شي.

د پاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو لکه پيپلز، عوامي نیشنل، بلوچستان نیشنل، عوامي مسلیم لیګ او قاف لیګ ددې انتخاباتو سره بایکاټ اعلان کړی وو، او ویلي وه چي دوی به انتخاباتو کي ګډون نه کوي.

د ولس مشرۍ لپاره په انتخاباتو کي ټولي رايي 674 دي، چی د هغو څخه به 148 رايي د بایکاټ له وجي ناکاره پاته شي، او او پاته اکثره رايې کیدای شي د واکمن مسلم لیګ (ن) په ګټه د ممنون حسین لپاره واچول شي.

د سیاسي مبصرینو په وینا که نورو سیاسي ګوندونو ګډون هم کړی وای، نو زیات امکان ځکه د ممنون حسین د ګټلو وو، چي نوموړي خپله د مسلم لیګ په رایو باندي هم ولس مشری ته انتخابیدای شوای، ځکه چي د انتخاباتو د ګټلو لپاره 263 رايي په کار دي، او خپله مسلم لیګ ن ټولي 281 رايي لري، چي د انتخاباتو د ګټولو لپاره تر کافي هم ډیري دي.

باید وویل شي چي د پاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو هغه وخت د انتخاباتو سره بایکاټ اعلان کړی وو، کله چي ستري محکمې پریکړه وکړه چي انتخابات به د جولاي میاشتي پر 30 باندي ترسره کیږی.

هغوی غوښتل چي انتخابات وځنډول شي، تر څو دوی خپل د کاندیدانو لپاره کمپاین وکړي، خو د مسلم لیګ ګوند ویلي وه چي دوی نه غواړي دا انتخابات د روژې د میاشتي په وروستی لسیزي کي وسي، ځکه چي اکثره وکیلان او سناتوران په دغو ورځو کي په عبادتونو او عمرو مصروف وي.

د پاکستان ولس مشر د عامو انتخاباتو له لاري نه انتخابیږي، بلکي د پارلمان غړي او سناتوران په خپلو منځو کي انتخابات کوي، او یو ولس مشر ټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x