افغانستان

بادغیس: د شپږو قومندانانو په ګډون ۸۰ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د شپږو قومندانانو په ګډون ۸۰ تنه اربکیان طالبانو ته تسليم شوي چې پراخه ساحه يې د دولت له واکه ویستلې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسلیم شویو قومندانانو نومونه «قومندان نعیم ، قومندان احمد ، قومندان عبدالرؤف ، معاون رحمت الله ، قومندان دادمحمد او قومندان ګل احمد » ياد کړي او ويلي يې دي چې د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو يې حقایق درک کړل.

له دې قومندانانو سره د هغوی ټول پرسونل چې ۸۰ تنه کېږي طالبانو ته تسلیم شوي او د قادس اول بوزبای، دویم بوزبای او بابو دوستي په نوم سیمې يې د طالبانو تر واک لاندې کړې.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو په تېر دوو اوونیو کې د دې ولایت په سنګ اتش او اب کمری ولسوالیو کې هم د شاوخوا ۴۰ تنو پولیسو او اربکیانو د تسلیمۍ خبر ورکړی و.

ياده دې وي د طالبانو د عمري په نوم له عملیاتو سره سم د بغلان په ډنډ غوري کې هم ګڼو اربکیانو وسلې پر ځمکه کېښودې، چې د پوځي شنونکو په باور که دا لړۍ دوام ولري په نورو سیمو کې مېشت اربکیان به پر دولت پاتې باور هم له لاسه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x