نظــر

د حامد کرزي فاشیست مخالفین

ذاکر جلالي

له څو ورځې راهیسې څو فاشیست خبریالان لګیا دي چې د کابل د وروستۍ پېښې ريښه د حامد کرزي هغه اقدام ته ورسوي چې د خپلې واکمنۍ په وروستي کال یې ډېر داسې زندانیان له بګرامه خوشې کړل چې نه یې جرم معلوم و، نه یې دوسیه لرله او نه بل څه. یو ډېر تریخ حقیقت چې باید ډېر ښکاره وویل شي، دغه زندانیان ټول د یوه قوم او جنوب او جنوب غرب افغانستان مظلوم خلک وو. دې کې ډېر داسې زندانیان هم وو د ترجمان د ناسمې ترجمې ښکار شوي وو. ځینې اجتماعي واقعیتونه په انکار له منځه نه ځي… باید ښکاره وویل شي، په ګوته شي او حل لار یې وپلټل شو. تر اوسه انکار ګټه نه ده کړې، اوس باید اقرار وشي.

کرزی د وروستۍ یوې نیمې لسیزې تر ټولو تاثیرګذار افغان سیاستوال و. تېروتنې يې هم کمې نه دي؛ خو د کرزي یوه تر ټولو لویه اشتباه دا وه چې هاغه خلک یې بیا پر ولس مسلط کړل، چې پنځه کاله وړاندې ولس د هغوی له جنایتونو او ورانیو طالبانو ته پناه وړې وه. کرزي په امنیتي ادارو کې پاموړ برخه بیا همدغو جنګي مجرمینو او قومي فاشیستانو ته ورکړه. نن چې زه ګورم، د هماغو جنګي مجرمینو د لاس آلې د کرزي د تخریب هڅې کوي. له ۲۰۰۱ راهیسې د جګړې ګراف مخ په لوړه روان دی، جګړه یوازې له ۲۰۱۳ وروسته نه ده زیاته شوې چې کرزی پړ وبلل شي. دوی دې خپلو غلاوو، جنایتونو او فسادونو ته وګوري چې جګړه يې څومره پراخه کړه!

که خبره د زغم او حوصلې وي، نو کرزي ښايي تر ټولو زیاته حوصله د همدوی جنایتونو او فسادونو ته کړې وي. د ډېرو فسادونو سرچینه همدوی… له هرې سولې او روغې سره هم مخالفت د دوی دی. دوی چې له حزب اسلامي سره له مذاکراتو وېره لري، طالب سره به ښه جوړ شي!

بده یې لا دا چې د فاشیزم ګراف د ملي يووالي حکومت په دوو کلونو کې تر بل هر وخت زیات شو. د حکومت پنځوس سلنه عملاً داسې مفکورې ته ورکړل شوه چې د افغانستان شتون «جعلي» بولي. د غني حکومت نه یوازې قومي فاشیزم ته وده ورکړه بلکې «قانوني» بڼه یې هم ورکړه. په تېره په امنیتي ادارو کې د دغو فاشیستانو شتون او د بل قوم له زندانیانو سره ناوړه چلن د جګړې پر لګېدلي اور بنزین پاشي. د کابل د سې شنبې له پېښې وروسته، فاشیستو رسنیو په دې پېښه کې د غني د ښکېل ښودو کوشش هم وکړ. دا به کوم سالم عقل ومني، چې غني دې د خپل حکومت د نړولو لپاره له خپلو وسله والو مخالفینو سره مرسته وکړي. د دوی په خولې، د لسم ریاست رييس غني بدل کړ، موټربم د حاجي نعیم کوچي له سرایه تېر شو… ته دا اوس تحقیقي ژورنالیزم شو! د سې شنبې ورځې ناکامي تر بل هر چا مخکې د کورنیو چارو نیمه‌سواده وزیر او ملي امنیت سرپرست ته ورګرځي، چې فاشیستو رسنیو په کې روغ راووېستل.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ راهیسې د جګړې د زور اخیستو یو دلیل د امریکا د نادود ترڅنګ د همدغو جنګي جنایتکارانو ناوړه چلن و. د جنایتکارانو په لاس کې فاشیست خبریالانو زړونه نه امریکايي بمباریو یخ کړل او نه هم د بګرام او ګوانتانامو زندانونو. نن يې پر کرزي یوه نیوکه دا ده چې ولې يې د امریکا د هوايي بمبارونو مخه ونیوه؟! ولې يې د امریکايي شپنیو چاپو مخالفت وکړ! اوس که زه ووایم چې کاش امریکايي چاپې پر دوی شوې وای چې ورمعلومه شوې وای، ځان راته بد ښکاري. دا د قومي تعصب او فاشیزم کوم حد شو چې د خپلو وطنوالو په وینو لا هم نه مړېږي!

حامد کرزی چې هر څه و، د امریکا ستراتیژي يې په رسنیو کې چیلنج کړه. لږ تر لږه یې هغوی ته دا فکر ورکړ چې د امریکا پر تګلارو هم شک کېدای شي… هغوی چې هر څه په پټو سترګو منل، نقد و نظر خو لا لرې خبره وه…

د افغانستان حل ملي وفاق دی، نه نفاق. دغه قومي فاشیستان فکري اقلیتونه دي چې هېڅ قوم پورې تړلي نه دي، دوی یوازې د ځان دي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

جلالی صاحب که مطلب د حامد کرزی له فاشیستو مخالیفینو په اصطلاح شمالی ټلواله وی د نوموړی ټلوالی طلای عصر خو د ښاغلی کرزی د جمهوری ریاست دوره وه . د کرزی حکومت خو په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول د شمالی ټلوالی او که خلص ووایم د یوی اولسوالی چی پنجشیر نومیږی حکومت وو . د ښاغلی کرزی په حکومت کی د شمالی ټلوالی نفوس تر هغه حده وو چی حتی نوموړی ټلوالی د براهالدین ربانی په حکومت کی دومره پراخه ون‌‌‌‌‌‌ډه نلرله لکه د ښاغلی کرزی په حکومت کی یی چی لرله . دا ظالمان خو زموږ پر اولس همدی سپین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x