ټکنالوژي

له سمارټ فون څخه ډیلیټ شوی تصویر څنګه بیرته ترلاسه کړو؟

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۳مه ۱۳۹۵ل): ځینې وخت له کاروونکو څخه د هغوي له سمارټ فون څخه د هغوي د خوښې تصویر ډیلیټ کیږي او زیات شمیر خلک بیا نه پوهیږي چې ډیلیټ شوی تصویر څنګه بیرته ترلاسه کړي.

له کمپیوټر، لیپ ټاپ، سمارټ فون او ټبلېټ څخه ډیليټ شوي تصویرونه بیرته ترلاسه کیدی شي خو دا دې پورې تړلی وي چې تاسې کوم اپریټنګ سیسټم کاروئ.

دلته مو له هغې لارې سره چې په مرسته يي له خپل سمارټ فون او میموري کارډ څخه ډیلیټ شوی تصویر بیرته ترلاسه کولی شئ اشنا کوو.

لومړۍ باید څه وکړئ

کله چې ستاسې له سمارټ فون څخه تصویر ډیلیټ شي نو له ځنډ پرته خپل د سمارټ فون وای فای (Wi-fi) اپشن بند کړئ او خپل د سمارټ فون اییر پلېن موډ (Air Plane Mode) فعال کړئ. که چیرې تصویر له کامرې څخه ډیلیټ شوی وي نو د کامرې میموري کارډ وباسئ. دغه عمل د ډیلیټ کیدو پروسه په پوره ډول بشپړیدو ته نه پریږدي او د سمارټ فون په ډیلیټو شوو فایلونو له اوور رایټنګ څخه مخنیوی کوي.

د تصویر بیرته ترلاسه کولو لپاره ډیر داسې اپلکیشنونه شتون لري چې کاروونکو ته د یوې مودې وړیا استعمالولو اپشن ورکوي خو بیا هم خپل تصویر بیرته ترلاسه کولو کې له کاروونکو څخه د پیسو غوښتنه کوي. دلته مو له انډرایډ او iOS اپریټنګ سیسټمونو څخه په وړیا ډول د تصویر بیرته ترلاسه کولو طریقې سره اشنا کوو.

د انډرایډ کاروونکي

په انډرایډ اپریټنګ سیسټم کې د ډیلیټ شوو تصویرونو بیرته ترلاسه کولو لپاره یو شمیر وړیا اپلکیشنونه شتون لري. د دغې موخې لپاره تر ټولو غوره اپلکیشن Disk Digger دی کوم چې د سمارټ فون له Cache کې شته تصویرونه بیرته راوباسې خو دغه اپلکیشن ستاسې د تصویرونو ریزلوشن اغیزمنولی شي. که چیرې دغه اپلکیشن کار ونکړي نو کولی شئ له Dr. Fone for Android څخه ګټه پورته کړئ.

د iOS کاروونکي

د اپل په اپریټنګ سیسټم کې د Recently Deleted په نوم یو اپشن شتون لري چې ډیلیټ شوی فایل تر ۳۰ ورځو پورې ساتي او تاسې کولی شئ د یو میاشت په موده هر کله چې مو زړه وغواړئ خپل د خوښې تصویر بیرته ترلاسه کړئ.

له میموري کارډ څخه تصویر بیرته څنګه ترلاسه کړو؟

له میموري کارډ څخه د تصویر بیرته ترلاسه کولو تر ټولو غوره سافټ وییر Recuva نومیږي کوم چې د وینډوز ۱۰ کاروونکي په وړیا ډول ترلاسه کولی شي. دغه سافټ وییر ښکته کړئ، له ښکته کولو وروسته سافټ ووییر خلاص کړئ، خپل میموري کارډ له کمپیوټر سره وصل کړئ او په ورکړل شوو لارښونو عمل وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x