شعـــــرونه

غزل: اختر مو مرور دی خوشحالۍ هم کډه کړی

 اختر مو مرور دی خوشحالۍ هم کډه کړی

ددی ولس له کوره نیکمرغۍ هم کډه کړی

ګودر مو په ژړا دی او چنار مو ساندی وایی

ګلونه هم خفه دی او ګیډۍ هم کډه کړی

غمونه مو میراث دی او دردونه مو نصیب دی

دا څو لسیزی کیږی ملالۍ هم کډه کړی

زموږ اوښکی وچی سوی زموږ زړونه اوس ژړیږی

زموږ آه هم سوځیدلی او سلګۍ هم کډه کړی

مجنونه نور به ژاړی ارمانونه دی میرات سوه

ها ستا چی خوښیدل هغی نجلۍ هم کډه کړی

یو دوه ماشومان راغله عثمانی ته په ژړا سوه

زموږ بابا شهید سو او مورکۍ هم کډه کړی

=========

شاعر: عبدالهادی عثمانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x