امريکا کې د سپين پوستانو د ځانوژنې پېښې ډېرې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ځانوژنې په اړه تازه ترسره شوې سروې وايي، چې د تېرو درې لسيزو راهيسې امريکا کې اوسمهال د ځانوژنې پېښې د پخوا په پرتله په بې ساري توګه زياتې شوي دي.

په ټولو متحده ايالتونو کې د منځني عمر لرونکي کسان، چې ډېری يې سپين پوستان دي، ډېره ځان وژنه کوي.

له ناروغۍ د ځان ژغورنې او کنټرول ادارې د دې سروې پر مهال د ځان وژنې لاملونه نه دي په ګوته کړي.

د ټولنيزو چارو امريکايي څارونکي وايي، چې له ۲۰۰۸م راهيسې، چې اقتصادي بحران راغلی، امريکا کې د نشه‌يي توکو کارونه ډېره شوې ده.

په دې سروې کې د ځانوژنې د پېښو درجه بندي هم نه ده شوې، مګر پخوانيو سروې ګانو کې د ځانوژنو ډېری پېښې د هغو کسانو له لوري ثبت شوې وې، چې لوړې زده‌کړې يې نه درلودې.

د هاورډ پوهنتون د عامه اړيکو پروفيسر رابرټ ډي پټنم وايي، چې دا هم د بې وزلۍ، نهيلۍ او روغتيا په چارو پورې تړلي دي.

د سي ډي سي په راپور کې راغلي، چې امريکا په هرو سل زرو کسانو کې درې تنه ځانوژنه کوي، چې ۱۹۸۶م راهيسې تر ټولو زياته کچه بلل کيږي.

په عين حال کې د راپور له مخې د قتلونو، د زړه ناروغۍ او سرطان له امله د مړينې کچه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.

د سي ډي سي د راپور له مخې له ۱۹۹۹م تر ۲۰۱۴ پورې د ځان وژنې پېښې ۲۴ سلنه زياتې شوي دي، په همدې سروې کې ويل شوي، چې په دغو کسانو کې له ۴۳ کلنۍ تر ۶۴ کلنۍ سپين پوستان سړي او ښځې ځان وژنې کوي.

په ۲۰۱۴م کې د منځني عمر لرونکو سپين پوستو کسانو ۱۴۰۰۰ تنو خپل ځانونه وژلي دي.

که په دې کې تورپوستان هم شامل شي، نو دا به شمېره به دوه چنده شي.

په سروې کې د ځانوژنې يو بل مهم لامل نه دی په ګوته شوی، چې هغه د امريکايي عسکرو ځانوژنه ده.

له تېرو څو کالو راهيسې، امريکايي رسنۍ وايي، چې له افغانستان او عراق څخه ورګرځېدلي عسکر، ډېری يې په عصبي ناروغيو اخته دي او ډېری يې د جګړو د وېروونکي حالت له امله ځوريږي، چې بالاخره دغه ځورېدل د ځانوژنې لامل ګرځي.

امريکايي کانګريس وايي، چې له افغانستان او عراق څخه ورګرځېدلي امريکايي عسکرو څخه هره ورځ ۲۲ تنه ځان وژنه کوي.

د کلې هنټ په نوم د يو امريکايي عسکر مور کانګريس ته ويلي، چې زوی يې روغ جوړ و، چې عراق کې له ټپي کېدو وروسته هېواد ته راستون شو، د خپلو ملګرو د پرله پسې وژنو او د جګړې وېروونکي حالت ډېر ځورولو، چې له امله يې په سختې عصبي ناروغۍ اخته شو او حکومت هم ورته پاملرنه نه کوله، چې بالاخره يې دا غوره وبلله، چې ځان وژنه وکړي او له دې کړاوونو ځان خلاص کړي.

د کلې هنټ مور وايي، چې زوی يې د خپلې درملنې لپاره ډېر په در وګرځېد او د چارواکو دروازې يې وټکولې، مګر ټولو نهيلی کړ او اخر يې له ژونده لاس واخيست او په خپله يې ځان وژنه وکړه.

د ځانمرګي امريکايي عسکر مور وايي، چې اوس دا هم د خپل زوی د ځان وژنې له امله کړيږي او دا نه غواړي، چې د امريکا نور ځوانان دې د پرديو جګړو او تاوتريخوالي له امله په عصبي ناروغيو اخته شي.

د راپورونو له مخې د ځانوژنې پېښې په هغو کورنيو کې ډېرې شوي، چې يا خو يې په افغانستان او عراق کې پوځي ماموريت کړی وي او يا يې د کورنۍ غړي په دغو جګړو کې وژل شوي وي.