شعـــــرونه

هیله – احمدګل ریان

څاروانه ورو ځه نيم مزل کې ساه دي ونه سوزي
شپه ده غدۍ شته دکاروان فناه دي ونه سوزي

عيسی تکل به دي په مړاوي ارمان ژوند لوروي
دحسرت کنی دعشرت رويا دي ونه سوزي

د توري کرکي په تور څو کې درته ناست دي يو څوک
پام په سپېڅلو هيلو سپين سبا دي ونه سوزي

په باغ د زړه دي دبد نيت باښی وزر رپوي
د ښه تدبير د بلبلک نوا دي ونه سوزي

شک به ګناه وي خو ( ريانه ) کله کله نه ده
راز او ماشومه تمنا اشنا دي ونه سوزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x