افغانستان

حزب اسلامي (حکمتیار) دوهم هیئت کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۴مه ۱۳۹۵ل): د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دوهم باصلاحیته هیئت نن کابل ته راغلی څو د سولې په تړاو د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري.

د سولې د عالي شورا یوې مرستیالې حبیبه سرابي ویلي چې د حزب اسلامي (حکمتیار) ډلې دغه هیئت د سیاسي کمېټې مشر غیرت بهیر پر غاړه دی او په هیئت کې د حزب اسلامي د اجراییه شورا غړي قاضي محمد حکیم او علي انصاري هم شامل دي.

ټاکل شوې چې یاد هیئت به د ګډ حکومت له مشرانو سره وګوري او د سولې وروستۍ او پرېکنده خبرې به وکړي.

د حزب اسلامي (حکمتیار) اړوند سرچېنو هم یو شمېر عکسونه خپاره کړي چې یاد هیئت کابل – جلال اباد پر لویه لاره لیدل کیږي چې یادګاري انځورونه اخلي.

حزب ته نېږدې سرچېنو ویلي چې د حزب اسلامي دوهم هیئت اشرف غني کابل ته رابللی خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال بیا امریکا غږ رادیو ته په دې اړه ناخبري ښودلې ده.

د سولې د عالي شورا مرستیاله بیا وايي چې د حزب اسلامي دغه هیئت د مذاکراتو لپاره نه راځي او نه هم د دوهم هیئت راتګ د سولې شورا سره اړیکه لري.

«دوی خپله راځي، څنګه چې مذاکرات یو څه مخ پر وړاندې ولاړل، دوی غواړي چې له ځينو ملګرو سره خبرې اترې وکړي».

د حزب اسلامي (حکمتیار) دوهم هیئت په داسې حال کې کابل ته راځي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د انجنیر کریم په مشرۍ د حزب پلاوی له ګډحکومت سره په مذاکراتو بوخت دی.

حبیبې سرابي ویلي چې د سولې عالي شورا د حزب اسلامي (حکمتیار) سره په ډيرو مواردو کې موافقې ته رسېدلی دی.

د سرابي په وینا د ۲۵ مادو له منځه په ۲۲ مادو د سولې عالي شورا او حزب اسلامي موافقې ته رسېدلي او درې مادې بیا د ولسمشر صلاحیت دی.

سرابي د دغو درې مادو په اړه څه ونه ویل چې د سولې عالي شورا د صلاحیتونو څخه پورته څه دي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې تر دې دمه د حزب اسلامي او سولې عالي شورا د تور لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ویستلو او د حزب اسلامي اړوند د بندیانو خلاصول اساسي نکتې دي چې دواړه لوري پرې موافقې ته نه دي رسیدلي.

تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه‌پال رسنيو ته ويلي وو، چې د ګلبدين حکمتيار هغه غوښتنې ورته د منلو دي، چې اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.

ښاغلي مينه‌پال زياته کړې وه چې د حزب په غوښتنو به هغه وخت فکر وکړي چې «کله، حزب اسلامي وسله‌وال خپلې وسلې پر ځمکه کيږدي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حزب سلامی او حکومتیار نه سولی ته راغلی او نه تسلیم شوی ، بلکه د داعشی ملیشو بله نوی دنده ورته سپارل کیږی ، دا چه وایی د تور لسته د حکومتیار نووم ویستل د خندا وړ خبره ده هغه ۱۴ کلونه د باګرام د امریکا په نظامی بیس کی د امریکایانو د څارنی او ساتنی لاندی تیر کړل او د ( وی ای پی ) یعنی مهمو او لوړ پوړو اشخاصو به لست کی وو ، له باګرامه به یی اربکی قوماندی صادرولی ، دا چه وایی د حزب سلامی بندیان ، حزب سلامی په ۱۴ کلو کی یو… نور لوستل »

basetkhan

له تصويرونوخوداسي ښکاري چې دحزب اسلامی په نوم عمله ډيره زړه شوې اوټول له وخته تيرخلک دي ترڅوبه کړيږي ښه دی چې راشي اودغلامې ادارې ملاتړوکړي چې اخيره خاتمه خويې خرابه شي اګرکه تراوسه خويې هم کومه ددين ستن نه ده درولې خوچې هغوکسانوته داجقيقت څرګنداوبربنډشي چې حزبيان اوحکمتيارته يې ديومجاهدپه صفت کتل اويايې دمجاهدينودډلې مشربلل چې ايادارشتياپه دين اوجهادمين ووکه په منصب اوچوکۍ.

حکمت

زما په شخصی نظر چی حکمتیار صاحب اوس مهال له دی نړی سترګی پټی کړی دی او ژوندی ندی. والله اعلم

سلام خان

تراوسه یی په عملي جهاد کې دامریکایانو په وړاندې څه نه دي کړي، یوازې د اربکیانو په بڼه يې مسلمانانو او مجاهدینو ته ستونزې پیدا کړي دي، نو که په ښکاره حکومت ته ورشي، نو ډیره ګټور به واقع شي. بیا پرې څوک نه غولیږي.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x