
د غزل پیر: عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
د زړه هندارو کې تصویر یمه زه
د عشق څاروان د عشق بهیر یمه زه
چې مین نه وي مزل نشي پرې کړای
په یبلو پښو اغزن مسیر یمه زه
زکه مې نن په ترنم شرنګوي
د مست جنون لاس کې زنځیر یمه زه
د کنعان خلک هم نن ما لټوي
د یوسفي خوبو تعبیر یمه زه
د مُعما وو حل او فصل کړای شم
د مغلق کلام تفسیر یمه زه
پټ په باطن کې لوی باد شاه یمه زه
هسې ظاهر باندې فقیر یمه زه
(عرفاني) راشه چې مرید دې کړمه
اوس خو کامل د غزل پیر یمه زه