نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

د خونو بندیانو به هڅه کوله چې  هغه د  وره له وړې دریچې نه دهلیز ته وګوري، څارنوالان او نوکریوالان به یې څارل، لږ به چې اخوا شول نو به یې دهلیز ته ور وکتل، دا چې د دهلیز دواړو لورو ته خونې وې،  نو د یوې خونې  د وره له  دریچې نه  د مقابل لوري د دوه درې خونو دریچې هم ښکارېدې، کله کله به داسې پېښېدل چې ددې لوري او دهغه لورې د خونو په دریچو کې به چې بندیانو  دهلیز ته راو کتل نو یو او بل به یې سره ولیدل، بیا به یې یو او بل ته اشارې سره کولې، داچې دوه درې ملګري به یو ځای را وستل شوي وو، نو بیا به یې ځینې په یوه خونه او ځينې په بله خونه کې  اچولي وو،  هغوی به بیا کله کله د همدې دریچو له لارې یو او بل په اشارو سره پوهول، او کله کله به  د سړي هسې سودا شوه چې په هغه بله خونه کې به څوک وي

، کېدای شي کوم شناخته پکې پیدا شي، تر څو ما وویني او که له ما مخکې خلاص شي چې زما خپل او خپلوان خبر کړي؛ ځکه هغه بندیان چې به ریاست ۹۰ راوستل کېدل په اړه یې هېچا ته معلومات نه ور کول کېدل، آن چې خپله  د استخباراتو  مامورین به هم نه پرې خبرېدل،  هغه چا چې یا به یې ډبله واسطه در لوده، او یا به له همدې ۹۰ نه  خلاص شو هغه به بیا خلک خبرولی شوای چې پلانی بندي په ریاست ۹۰ کې و.

کوم څه چې خپله په ما باندې هم وشول، پر ما باندې مې کور  تر ډېره پورې نه و خبر چې زه چېرته یم، ما به ډېر کوشش کولو چې که په ۹۰ کې  کوم شناخته بندي پر ما خبر شي او یا یې ووینم تر څو زمونږ کور خبر کړي چې زه دلته یم، هغه تقدیرا همداسې وشول په خونه کې یو ملګري راته وویل چې دلته ستاسو د ځای یو کس یې له ما سره یو ځای راوستو، ما چې پوښتنه تر وکړه هغه زمونږ خپل وختو، بیا مې هغه ملګري ته وویل چې دا کس زما خپل دی، که ته  زر خلاص شوې او یا کله ور سره مخ شوې نو ورته ووایه چې په یوه طریقه زمونږ کور خبر کړي،  هغه همداسې وشول له ما سره چې په خونه کې کوم ملګری و او دغه کس دواړه یې په یوه ورځ له ۹۰ نه وایستل، هغه بیا په لاره کې ورته ویلي وو چې دلته ستا یو خپل له ما سره په خونه کې و، هغه بیا زمونږ کور خبر کړی و،  د ریاست ۹۰ بندیان  غریبان په دې نه پوهېدل چې په کوم ځای کې دي، ځکه پټې سترګې به یې راوستل او پټې سترګې به یې ایستل، زه خپله هغه وخت پوه شوم چې دا ریاست ۹۰ د ی کله چې له ریاست ۹۰ نه و ایستم، یو هغه کسان پوهېدل چې له دې مخکې یې هم یو ځل دلته را وستلي وو.  

او کله کله به چې  دبندیانو زړونه ډېر په تنګ شول، جګ به شول،  له لیرې به یې  تر دریچو  دهلیز ته کتل، تر څو پام یې لږ بدل شي، او دا کار به په څارنوالانو او نوکریوالانو ډېر بد تمامېدو، تل به بندیانو ته غوسه کېدل چې څوک را ونه ګوري، په نوکریوالانو کې هم ځينو یو څه ګوزاره کوله، کله که به یې کوم بندي چې ولید چې په خونه کې ولاړ دی او بهر را ګوري نو غوسه به شو، یا به ښکنځلې وکړې، او ځینې داسې ظالمان وو چې وهل به یې کول، او بندیان هم ځينې داسې وو چې  لاسې به یې ځان ته مشکل جوړولو، ما به ډېرو ته ویل چې سړیه څه کوئ  چې ور ګورئ او س که راشي یا به ښکنځل کوي،او یا به مو هسې بې ځایه رټي، او یا به وهل کوي، ښه دا ده چې کرار کښېنئ صبر وکړئ، خو دځینو ځینو به طاقت نه کېدو بیا به جګ شول.

یوه ورځ د ماښام د مانځه وخت و، مونږ ملګرو په خپله خونه کې جمعه وکړه، نور په سنتو  لګیا شوو چې په دې کې هغه یو نوکریوال دوه درې ځلې  دبلې خونې په کوم بندي غږ وکړ چې بهر مه راګوره! آدم نه مي شي! آدم شو!  هغه لکه چې بیا را وکتل، فکر کوم دوه درې ځلې یې را وکتل ځکه ده دوه درې ځلې غږ پرې وکړ چې مه ګوره!

دغه نوکریوال یو تخته چاغه بلاه وه، په ستونې کې به غږېدو، او همداسې په سینه به روان وو، لویه ککره، تور مخ ، چار چشمه، تریو تندی به یې نیولی و، خبرې مبرې یې ډېرې نه کولې، او تر پایه پورې ما نه دده خندا ولیده او نه مې یې تندی پرانیستی ولید، نه مې له کوم بندي سره دده ښه خبره واورېده، ښه خبره به یې هم بده وه،   قوماندان قوماندا ن یې ورته ویل،  دا نو هغه بندي ته غوسه شو،  ور پسې ورغی ښکنځلې يې شروع کړې   کلي ګانې یې را واخیستې کړپ ور یې خلاص  کړ، او هغه بندي یې را ونیو له ښکنځلو او رټلو سره یې خرپ او ترپ  شروع کړ، څاپېړې یې ورته بندې کړې، ښه کلک یې ووهلو، مونږ خو  نه لیدو، مګر  دا آوازونه مو اورېدل، که ګورو چې یو اتلس کلن، شل کلن ځوان یې راوست، دا زمونږ دخونې مخې ته چې پنجرې وې په دې کې یې پاس را ځړوند کړ، لاسونه یې پاس په ځنځېر باندې داسې وتړل چې یوازې د پښو دغټو ګوتو سرونه یې په ځمکه لګېدل، دلته یې هم یو څو څاپېړې په دامخ ا وسر او خوله باندې ښه کلک کلک ووهلو، او ورته ویل یې: تو آدم نمي شي، مه  آلې تره آدم ميکنم! نور ترې روان شو او ځوان یې دلته وتړلو!

زمونږ په  خونه کې چې څومره ملګري وو د ټولو ډېر سخت زړه پرې وخوږېد، یوې خوا مو نوکریوال ظالم ته سخته غوسه راغله خو څه مو کړې وای! او له بلې خوا دغه ځوان ته  هم په غوسه شوو چې سړیه  ښه پوهېږې چې دلته سړیتوب نشته، انسانیت نشته، نو بیا ولې داسې کوې، هم ځان په تکلیف کړې او هم د نورو بندیانو زړونه  ماتوې!

په خونه کې یو آغا صیب را سره و، هغه ډېر سخت په غوسه شو، نور یې په ښېراوو پیل وکړ، دې ځارنوالانو او نوکریوالانو په مجموع حکومت ته یې سختې ښېراوې کولې،  زه هم چې نور مې سنت په خلاصېدو وو، دعا مې کوله  یو په یو په زړه کې را وګرځېدل چې دا ځوان غریب یې دومره ووهلو او بیا را ځوړند کړ، را شه دعا ورته وکړه چې زر یې خلاص کړې، ما هم له ځان سره دعا پیل کړه!

لږ وخت چې تېر شو، ځوان غریب نارې کړې چې لاسونه مې وختل ، یوه شېبه مې خلاص کړئ، څو څو وارې یې نارې وکړې، هېچا یې غږ   نه او رېدو، قوماندان هملته په خپله چوکۍ نېشه ناست و، یو  یو غږ به یې پرې را وکړ، باش! تو آدم نمی شی، مه تره آدم مې کنم!  ځوان غریب به بیا بیا ورته ویل چې خیر دی قوماندان صیب، بد مې کړي، بیا نه کوم، خیر دی، بد مې کړي بیا نه کوم، لاسونه مې را وختل، یوه شېبه مې پرېږده، بیا داسې نه کوم! د ظالم قوماندان همدا ځواب و: تو آدم نمی شي! مه تره آدم مې کنم!

ځوان غریب همداسې نارې وهلې، زمونږ ټولو  سخت زړه پرې خوږېدلو خو څه مو کړې وای، ما له ځانه سره ویل چې تر هغه به دعا ورته کوم تر څو چې یې نه دی خلاص کړی، تاسو باور وکوئ، آخر دومره وخت تیرشو چې زما لاسونه په دعا وچ شول،  ځوان چیغې وهلې او ظالم قوماندان نېشه په خپله چوکۍ ناست و!   نور مې لاس نه شوای نیولی، هر ځل به مې چې زړه مې وکړ چې لاسونه ښکته کړم او دعا بس کړم،  د ځوان چیغو او نارو به نه پرېښودم!  ما ویل چې دهغه غریب به څه حال وي، زما هسې لاسونه وچ شول، هغه خو یې پاس تړلی دی!

آخر چې نه شوه، هغه ځوان په درې  ژبه زارۍ شروع کړې، قوماندان ته یې ویل چې خیرست قوماندان صیب بیا نه کدیم!  بیا نه کدیم، توبه ست، توبه ست!  د قوماندان په زړه کې رحم چېرته وو! د غریب درې ژبه هم نه وه زده، ددې پرځا ی چې ووايي! باز نه مې کنم، په ګوډه ماته درې به یې ویل: چې بیا نکدېم، بیا نکدېم!  ما له ځانه سره ویل چې تر هغه  همداسې لاس په دعا نیسم تر څو چې دا غریب یې نه وي خوشی کړی، زما لاسونه هم سخت وچ شول! او ځوان غریب نور ژغوړنی شو، ویل یې تشناب ته ځم، یو ځل مې تشناب ته پرېږدئ، دا ښه بهانه وه ، هر بندې به چې له تړلو ډېر تنګ شو، او ظالمانو به نه پرېښودو بیا به یې همدا د تشناب بهانه کوله، هغه هم  شپږ او وه ځله به دې چې ښې زارۍ ورته ونه کړې چېرته یې پرېښودلې!

لنډه دا چې ځوان یې له ډېر و زاریو، چیغو او بدو ورځو وروسته خلاص کړ ، زه داسې شوم لکه له اوږونو نه مې چې لوی بار ښکته شي، دعا مې بس کړه، تاسو باور وکوئ لاسونه مې له دې چې ډېر وخت تېر شو نشوای راټولولی، دهغه ځوان به چې څه حال وو! 

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

—————————

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x