لوستل او ملیتونه

قاري احسان

ویل او لوستل د روح او د فکر غذا ده، کتاب د انسان اولنی او تر ټولو ښه دوست دی، ننۍ ټکنالوجي دا ښيي چي د انسان د بدن دصحت په برخه کي تر هرڅه اول د لوستلو زیات تاثیر دی.


لوستل هغه څه دي چي سړي ته دفکر او تفکر وړتیا وربخښي، په دي به مو عادي کړي چي په یو مشکل کار کي څنګه فکر وکړو، او څنګه يي تحلیل کړو، او دحل لاري چاري يي را وباسو، د ابتکار وړتیا به را وبخښي، خپله به فیصله کولای شو چي څنګه مشکل ته دپايي ټکی کښېږدو.

په لوستلو سره به د هغه چا سره اشنا شو چي ډیر وړاندي تیر شوی وي، د هغه خبري به واورو، وبه يي لولو، فایده به ترینه واخلو، هغه مشیران تجربکار عقلمند خلک له کمو سره چي مو په ژوند ونه لیدل، خو د هغوی له تجربو نه به په همدې لوستلو سره فایده واخلو.

همدا لوستل دي چي د یو انسان په شهرت کي زیات رول لري، ډیری مؤلفین شته چي هیڅ تلعق به مو هم نه وي ورسره خو بیا به هم دوني راته ګران وي، چي دده کدارنامو په یادولو سره به ویاړو.

په انساني ژوندون کي د لوستلو ډیر اهمیت دی، همدا لوست دی چي د ملتونو نه حر، ازاد، خود مختار با کفایته، خپلواک او قائد جوړوي.

وايي چي د فرعونیانو په وخت کي په مصر کي یو لویه کتابخانه وه، د هغي ددروازي پر سر يي لکلي وو، دا د نفس د غذا او د عقل د طبابت ځای دی.

پوهان وايي چي هغه لیکل په لوستلو نه ارزي تر څو چي يي د یوي لیکي لپاره سل مخه لوستل ونه شي.
لوستي ملتونه ددنیا رهبري کوي، په همدې لوستلو سره عقل او ذهن سپا کیږي، علم او مالومات ورباندي زیاتیږي، بالآخیر په همدي لوستلو سره ایمان قویکیږي.

له همدې امله تر هر څه وړاندي د کایناتو مالک، کایناتو ته دلوستلو حکم وکړ.

روښتیا چي لوستل هغه څه دي چي یو انسان ته دډیرو انسانانو په اندازه ژوند وربخښي.

قاري احسان
2016-04-23
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د