افغانستان

لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون استاد نېول کېدل تایید کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه ۱۳۹۵ل): د لوړو زده کړو وزارت تایید کړله چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو استاد ملي امنیت نیولی دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین ویلي چې ملي امنیت د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي معروف راسخ نیولی دی خو د ملي امنیت ریاست لخوا یاد وزارت سره په دې اړه هېڅ معلومات نه دي شریک شوي.

که څه هم نن ټکی اسیا ته یو شمېر سرچېنو وویل چې معروف راسخ په پوهنتون کې امام دی او د لیلیې له مسجد څخه ملي امنیت بوتللو، خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند بیا وايي چې نوموړی د کابل پوهنتون دننه نه دی نیولی شوی او هم د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه معلومات نه لري چې یاد استاد په کوم تور نیول شوی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست د یاد استاد د نیولو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي محصل عبیدالله وايي چې مولوي صاحب داسې څه نه دي ترسره کړي چې قانوناً يې حکمت د نیولو پلمه وبولي او دا چې پټ کړی يې دی پر دې دلالت کوي چې پر نوموړي کوم ښکاره جرم نه شي ثابتولی خو د علماوو د ځور لپاره دا ګام پورته کوي.

ياده دې وي د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو سره سم په پوهنتونونو کې د بدلون لپاره د ثقافت د څانګې استادان څو ځلې ګواښل شوي او هغه محصلين چې دیني حلقوي ناستې يې کولي له ناستو منعه شوي دي.

مولوي محمد معروف راسخ چې له څو کلونو راهیسې د کابل پوهنتون د لیلیې د مسجد امام او خطیب پاتې شوی په کابل پوهنتون کې ځانګړی محبوبیت درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ډا چه لیکنه کی لیکل شوی استاذ مولوی صاحب څه نه دی کړی یا یی د قانون خلاف څه نه دی کړی ناسمه ده ،مولوی صاحب څه کړی او د قانون خلاف یی کړی هغه څه یی دا چه هغه راسخه اسلامی عقیده لری او اسلامی نظام د دیموکراتیک نظام په مخالف قطب کی قرار لری لکه د کمونستی دوره کی چه کمونستی نظام د اسلامی نظام په مخالف قطب کی قرار درلود اوس دیموکراتیک نظام ، لکه محکی چه ترکی ، امین ، ببرک او نجیب د مسلمانانو مخالف او د پوهنتون استاذان به یی نیول اوس دموکراسی بډی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x