ادبي لیکني

دتابوت جوړولو کاروبار «لنډه کیسه»

ناصر خان شيرزی

جعفرعلی چې خپل هیواد ته نوی له مهاجرت څخه راستون شوی وو،غوښتل یې چې په ښار کې کاروبار شروع کړي.

څرنګه چې دکاروبار دشروع کیدو لپاره کاروباریان باید داسي یو تولیدجوړکړي ترڅو دهغې اخیستونکي ډیر وي او ښه ګټه وکړي.

نو جعفرعلي هم هڅه پیل کړه او له هرچاسره به یې دکاروبار دشروع کیدو په اړه مشورې کولې، او هرسهاربه له کوره وتلو او دماښام په تیارو کې به بیرته کورته راستنیدلو.

جعفرعلي چې له ډیرو ګرځیدو او مشورو اخیستلو نور ستړی شوی وو ،یوه ورځ په کورکې پاتې شولو.

نن ورځ ورته تربلې هرې ورځي ډیره سخته وه ،ځکه چې دڅو ورځو کړاونو او تکلیفونویې کومه مثبته پایله نه وه ورکړې او دسوچونو او فکرونو ترڅنګ به یې ساړه ساړه اسویلي هم کول.

دغه وخت دکلي دجومات لاډسپیکر وټکیدو او په لوړ غږ سره وویل شول:

((یوضروري اعلان واورئ! ))

جعفرعلي ددې خبرې په اوریدو سخت وارخطاء شوو او له خپله ځایه راپورته شولو او غوږ شوو ، چې اوس به دڅه په اړه اعلان کیږي؟!

اعلان شروع شوو: ((نن دوه بجې به دکلي په هدیره کې پنځه جنازې یوځای خاورو ته سپارل کیږي، دوستان دي خبروي)).

جعفرعلي چې دغه اعلان واوریدلو نو دسمدلاسه یې دجنازې ځای ته درسیدو تکل وکړ او روان شوو.

کله چې هدیرې ته ورسیدلو ګوري ،چې دکلیوالو او دوستانو په منځ کې دپنځو ځوانانو جنازې ایښي دي.

جعفرعلي هم دکلیوالو په منځ منځ کې دځوانانو جسدونو ته ځان ور ورساوو.

ګوري چې دځوانانو جسدونه په تابوتونو کې ایښودل شوي ؛نو په ژړغوني غږیې وویل:

((زړه یې مه بوله تورکاڼی دسحرا دی * په لیدو دزخمې زړه چې زخمې نشي)).

جعفرعلي هم دنورو کلیوالو پشان ډیرخفه وو ، په همدې وخت کې دخپل کاروبار خبره په ذهن کې وروګرځیدله او دځانه سره یې وویل: اخ ! زماکاروبارهم پیداشولوهغه هم د «تابوت جوړولوکاروبار».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x