نظــر

وطن پرمختګ نه کوي(!)

موږ همېشه خپلې تېروتنې په نورو وراچوو، امتحان کې د خپلې تنبلۍ له امله ناکام شو، وایو استاد راسره ظلم کړی، په کار خپله نه پوهيږو، پړه په مدیر صیب وراچوو، درس زموږ نه زده کیږي، موږ پرې نه پوهیږو، پړ استاد وي، امن موږ اخلال کړی، پړ پولیس دی ( ولې وظیفه په صحیح شکل سرته نه رسوي)، اسناد زموږ پوره نه وي، کار مو پر مخ نه ځي، پړ مامور صیب دی، ځکه هغه  تعصب کوي،  کار نه کوي.

 وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ ګاونډیان نه غواړي چې موږ دې ددوی له احتیاجه خلاص شو، ځکه مو پرمختګ ته نه پریږدي، ډاکتران، انجینران، علما او کارپوهان مو وژني، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛  جنګسالارانو امن اخلال کړی،

وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ وطن اشغال دی، موږ وطن جوړ کړو که یرغلګر له وطنه وباسو، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ چارواکي مو غله دي، رشوتخواره دي، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ په دولت کې خپلوان شریکي او اړخ پلوي روانه ده، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ غله مو له خپل کوره دي، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ مشران مو خاینان دي، وطن فروشان دي، د پردیو هېوادونو ایجنټان دي، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ هر څوک په خپل غم اخته دی د بل غم ورسره نشته، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی، وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ د ملت په ځای د ځان  غم روان دی، دا مو شعار ګرځېدلی (ځان دی بیا جهان دی)، وطن د پرمختګ پر ځای شاتګ ولې کوي؟ موږ که لږ  فکر وکړو سوچ وکړو، له ځانه وپوښتو چې پړه او ملامت څوک دي؟ مشران  که موږ؟ کار له موږه خراب دی که له نورو؟ موږ د خاینانو، رشوتخورو، ایجنټانو او… په لاره پل ايښې که نورو؟ موږ ځانونه اصلاح کړي؟ موږ په ځان کې تغیر راوستی؟  موږ د وطن لپاره څه کړي؟ موږ د ملت لپاره څه کړي؟ موږ له وطن سره څومره مينه کوو؟ (همدا زموږ مينه ده چې بیرغ يې له ځانه تاو کړو، له بیرغه يې جامې جوړې کړو، څادرونه  او نورې بدې بلاوې ترې جوړې کړو، څو نوور ته د وطن سره په مینې کولو ځان وښایو!، د نورو بیرغونه وسوځوو، په چوکونو کې د زنده باد مرده باد نارې ووهو او که وطن له موږ نور هم څه غواړي؟  تعلیم، کار، روزګار، ريښتیا ویل، امانتداري او نور هم زموږ په ژوند کې څه اهمیت لري که هسې تشې کلمې دي چې له یو بله يې اورو).

ددې ټولو پوښتنو ځوابونو به زموږ سره نه وي، ځکه موږ هر یو په خپله څه نه دي کړي له نورو د څه طمع کوو، موږ چې ځان سم نه کړو نور به څه سم کړو. موږ چې د پوهنتون په امتحان کې له ۱۰۰ څخه ۱۰ نمرې واخلو، بیا استاد پسې زنګونه وهو چې استاده پوره ۱۰۰ نمرې راکړه چانس مې خوړلی، موږ  استاد پسې نښتي یو چې پکتیاوال استادان خپلو پکتیاوالو ته ډیری نمرې ورکوي ته يې هم ننګرهاریانو ته ورکړه، استاده کلیوالي به راسره پالې، استاده که نمرې دې رانه کړې نو خپله پوه شه، د پوهنتونه خو به بهر راوځې(!)…استاد هم سم نه دی، پوهنتون ورسره د یو سمستر قرارداد کړی نوم يې په پنسل ليکل شوی د خپلې استادۍ د رسمي کولو لپاره هر څه کوي، هغه استاد بیا ځان لپاره سل و زر دلیلونه پیدا کوي،  وايي والله څه وکړو، زموږ هم مجبوري ده کار له بره وران دی، رسمي استادان او د پوهنځي رئيسان راته وايي چې دې محصل ته دومره نمرې ورکړه او دې پلانکي ته دومره،  که يې نه ورکوم پوهنتون راسره  راسره قرارداد نه کوي، دغه غم دی چې وطن مو پرمختګ نه کوي، رئیسان مو دغسې دي، مشران مو دغسې دي، اهل کار(!) مو دغسې دي(!)

وطن  پرمختګ نه کوي ځکه؛  په برسونو کې یواځې تنبل پنجشیریان، هزاره ګان او ازبک لېږل کيږي، پښتانه هم هغو ته بورس ورکول کيږي چې وکیل صیب، وزیر صیب، قاضي صیب، معین صیب، څارنوال صیب ورسره په خپله تشریف راوړی وي.  پوهو او ځيرکو  شاګردانو ته موقع نه ورکول کیږي، هغه چې په واسطه لاړ شي له سمستر وروسته يې بیا له پوهنتونه ښه په عزت راشړلی وي.

وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ کار په واسطه دی، واسطه نه لرم، زور و زر نه لرم، کار ته نه پريښودل کیږم، د د وطن خدمت ته نه پريښودل کیږم، هغه چې په لوړو لوړو څوکیو ناست دي هغوی چې په واسطه راغلي په کار نه پوهيږي. خو!  دا ښاغلی چې بیا کار ته مخکې شي، وظیفه ورته پیدا شي، د وطن د خدمت چانس او موقع ورکړل شي بیا همدا جناب سره د ليدلو لپاره به وخت اخلې، چې د نه کار کولو او رشوت خوړولو (فضل) (1 ) لامل ترې وپوښتې ځواب يې همدا وي، ای وروره: افغانستان دی، جیب ډکوه! په دولتي تنخوا خو زما د کور کرایه هم نه کیږي، چې فضل  وانه خلو څه وکړو،  په یو ګل نه پسرلی کیږي، ما څو ورځې د زړه له اخلاصه کار کاوه خو دا نور يې نه کوي، زما څه مازغره خراب دي چې کار کوم، ځان خرابوم، دلته چې کار هم کوې نور درته د شک په نظر ګوري.

 وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ د هغه څوکیو او وظیفو لپاره چې باید داسې کس ورته وټاکل شي چې په دغه ریاست او وزارت کې ۲۰ کلنه تجربه ولري، تازه له پوهنتون راغلی کس چې شهادتنامه يې هم له پوهنتونه نه وي راخيستې، دوه درې مضمونه لا پرې پاتې وي، په دفتري کارونو کې  تجربه یوه ورځ هم نه لري، خو د واسطې په زور د پراشوټ له لارې دې څوکۍ ته راکوز شوی وي، مقرریږي، وطن به خاورې ترقي وکړي چې دی ځان په کار پوهوي نو خبره بیا دومره شړیدلې وي چې ځای ته راځي د میاشتو پر ځای کلونه غواړي.

 وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ والیان صاحبان چې مقرریږي نو سر تر پایه ټول د والي دفتر عمله ورسره نوې راځي، دوی چې بیا ځان په کار پوهوي، جیب ډکوي، د ولایت له ستونزو ځان خبروي، نو ولسمشر صیب بیا بل کوم ملګري، زور واکي او جنګسالار ته د جیب ډکولو چانس ورکړی وي، هغه چې بیا د ولایت په کار ځان پوهوي نو! خپله پوه شئ.

وطن پرمختګ نه کوي ځکه؛ غله چې ونیول شي، سبا بیا خوشې وي، جنګسالاران په رڼا ورځ د خلکو مالونه لوټوي، دولتي ځمکې او د خلکو ځمکې غصبیږي. عشرونه، زکاتونه په زور اخیستل کیږي. وطن خو ځکه پرمختګ نه کوي چې قاضیان په غلو او قاتلینو فیصله نشي کولای، که يې فیصله وکړه، په سبا به يې مړی کومه کنده کې پروت وي، ځکه نو غله او قاتلین ښې سرې سترګې ګرځي. وطن ځکه پرمختګ نه کوي کانکور کې درغلي کیږي، تنبل هلکان نیول کیږي او تکړه پاتې کیږي، وطن ځکه پرمختګ نه کوي چې وطن دوستان د کال (د پیسو لپاره) پنځه وظیفې بدلوي. وطن ځکه پرمختګ نه کوي چې د پارلمان وکیلان  غله دي، نا اهله دي، جنګسالاران دي، رشوتخواره  او بې تعلیمه دي، زیاتره يې آن خپل نوم هم نشي لیکلای.

وطن به خاورې پرمختګ وکړي چې کار له موږ وران دی، غله موږ یو، رشوت موږ خورو، کار موږ نه کوو، واسطو پسې موږ سهار و ماښام ګرځو، خلک موږ تنګوو، له منصب او رتبې موږ ناوړه فایده اخلو، موږ نه د اسلام په لار ځو نه د پښتو په لار، موږ نه دواړه پاتې دي، موږ که سم شو، وطن خپله پرمختګ کوي، زموږ عملونو زموږ برخلیک ټاکي چې ځان سم نه کړو رئيس، مدير، والي، وزیر، جمهور رئيس نشو سمولای. (اعمالکم عمالکم)حدیث. الله د یو قوم برخلیک تر هغه نه بدلوي څو چې قوم په خپله ځان تغیر نه کړي، (ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بأنفسهم)، موږ چې  ځان، کور او په ټوله کې قوم سم نه کړو، نور هيڅکله   نشو سمولای، موږ که نن ذلیل یو، د صفر سره ضرب یو د خپله لاسه، موږ دیرش میلیونو کې هر وګړی پړ او ملامت دی، موږ خپل کار په سمه توګه نه اجراء کوو، که زه سم شم، ته سم شې، هر یو د خپل خیر سره  د بل خیر هم وغواړو، په یو و بل ملامتیا ونه اچوو، خپل کار په خپله تر سره کړو، وطن به په اتومات شکل سره پرمختګ وکړي.

پای

==========

[1] – د یو لوړپوړي چارواکي څخه زوی پوښتلي وه، چې پلاره ستا خو ۲۰زره افغانۍ تنخوا ده، دا نورې پیسې له کومه کوې، ده ورته ویلي وه چې (ذلک فضل الله یؤتیه من یشاء) رشوت ته يې د خدای فضل وایه. نعوذبالله

=========
اکرام الدین کامل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x