شعـــــرونه

غزل: سيد شاه سعود

سيد شاه سعود

شپیلۍ بی سازه ده له سازه یې څوک نه پیژني
تصویر یې غواړي له آوازه یې څوک نه پیژني

باران تړلې ده په تندر کې د راز خبره
څرګنده راز دی خو له رازه یې څوک نه پیژني

حسن په خپله تماشه باندې ستومانه شولو
ګل حقیقت دی تر مجازه یې څوک نه پیژني

عشقه میینو ته د شمعو مثالونه ورکړه
ځان دې لمبه کړي بیګدازه یې څوک نه پیژني

دا د شهرت په زینه پورته رسیدلي خلک
د خپل هنر له امتیازه یې څوک نه پیژني

سعوده اوس دې په شعرونو کې نامه یادوه
هغسې نه دي له اندازه یې څوک نه پیژني
_______________________________
سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x