
غزل: عبید شینواری
عبید شینواری
توره شپه بلاخطرونه په دې لاره
ډیراوږده دي مزلونه په دې لاره
هرې خواته بیرغونه پرې رپیږي
په قدم قدم قبرونه په دې لاره
ښایې دلته هم بلاظلمونه شوي
داچې ښکاري وران کورونه په دې لاره
لمرپناشودغره شاته تاریکې شوه
پرمونږراغله ماښامونه په دې لاره
چې الله رانه راضي وي باک یې نشته
که هرڅومره وي دردونه په دې لاره
په سره اورکې سکاره شوی دی عبیده
سوځیدلي چنارونه په دې لاره