
پکتیا: سید کرم کې پولیسو یو ښوونکي وژلی
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې یو تن ښوونکی د سیمې د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
د سید کرم ولسوالۍ د مسک کاریز په سیمه کې د ځوان ښوونکی خیالي مرجان په سیمه کې د مېشتو پولیسو له لوري وژل شوی دی.
ځايي اوسېدونکی وايي چې خیالي مرجان د مسک کاریز په ښوونځي کې ښوونکی و او هیڅ ډول قانوني جرم يې نه درلود.

د پکتیا ځايي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ د پولیسو د چلند له امله د دولت او خلکو تر منځ فاصله ډېره شوې ده.
دا په داسې حال کې دی، چې په کندهار کې هم د امنیه قومندان په شخصي زندان کې د پولیسو د سواد اموزۍ ښوونکی د ځور شپې تېروي.
نوموړی له دریو کالو راهیسې د جنرال رازق په شخصي زندان کې د برقونو شارټونه او ډول ډول شکنجې تېروي.
یاده دې وي په دې وروستیو کې نه یوازې چې د امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي مرګ ـ ژوبلې راپورونه ډېر شوي، بلکې په ګڼو سیمو کې يې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو ودانۍ خپلې پوستې کړې دي.