افغانستان

قهرمان وايي طالبانو سره د خبرو له لارې مخکې روان يو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان وايي چې له طالبانو سره د جګړې پر ځای د خبرو هڅه کوي.

نوموړي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې پخپله يې مخامخ له ځايي طالبانو سره خبرې کړې او هڅه کوي چې د خبرو له لارې حالات قابو کړي.

قهرمان وویل چې تر اوسه يې له څلورنیم زره کسانو سره خبرې کړې او په وينا يې ښې پایلې يې لرلې دي.

هلمند چې پر دیشو، سنګين، موسی کلا، نوزاد او باغران ولسوالیو سربېره يې پراخې سیمې د طالبانو په واک کې دي، عبدالجبار قهرمان یادې سیمې ته له څو میاشتو راهیسې د طالبانو د ځپلو په موخه لېږل شوی.

قهرمان په داسې حال کې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې جوړ جاړی مهم بولی، چې د حکومت لوړپوړو چارواکو د طالبانو پر وړاندې د جګړې پر لار ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x