د روژې مبارکه میاشت

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۱)، (۲۲) او (۲۳) برخه

په خُرماسره ځکه روژه ماتوو!!!

که چيری موږدخُرماوکیمیاوې تجزئې ته راشونودابه راته معلومه شی چي په خُرماکی معدنی مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه اوداسی نورډېرموادشته دی، چي دانسان ورته اړتیاډیره ده، لکه مخکی چي بیان شول؛ دپورتنیوموادوپه درلودلوسره ویلای شوچي خُرمایوه مکلمه غذاده ۔

کله چي موږپه خُرماروژه ماتوو، دخُرماخوږه دخولې دمخاطې غشاء (Mucous Membrane) لخواجذبیږی اوپه ګلوکوزسره بدلیږی، چي پایلې ئې دادی چي دبدن ټوله ضایع شوی انرژې پخپل حالت کی راولی؛

وبل لورته خُرمادمعدې تېزاب ایچ سي ایل (Hydrochloric Acid) نه زیاتوی بلکې هغه کنترولوی اووبل لورته معده نه پرېږدې چي بخاروکی؛ په عمومی ډول سره خُرمادمعدې ټول رطوبات متوازن ساتی اوپوره تقویه ورکوی۔

دحمل په دوران کی دخُرماخوړول اړين دی

دحضرت بی بی مریمې رضی الله عنها په نس کی سیدناحضرت عیسی علیه السلام ؤنوالله جل جلاله دخُرمادخوړولوامرورته وکړ، چي ته به دلته ښه تازه خُرماخورې، چي مطلب ئې دادی چي خُرماستالپاره یوه مکمله غذا (Nutrition)اودواده اوخُرمادموراوماشوم دواړولپاره په دې اړینه ده چي دوی دواړه قوی اوتندرست ساتی، که چيری موراوماشوم کمزوری وی نوداسقاط حمل (Abortion) خطره رامینځته کیږی، خودخُرماپه خوړولوسره داهرڅه له مینځه ځی۔

دالمان دبرلین دپوهنتون دفارمالوجی ډاکټرانوپرخُرماباندی ډېرې څېړنې وکړلې، چي په پایلوکی ئې وویل چي که چيری حمل داره ښځې هره ورځ خُرماوخوری، اغیزې به ئې ډېرې مثبتې وې، اودااغیزې ئې پرټوله بدن باندی غوړیږی؛ اوددې سره ـ سره وښځې ته پوره توان ورکوی، ماشوم ئې قوی کوی، هغه ښځې چي دحمل په جریان کی خُرماوخوری دحمل پروخت ئې دټولوناخوالودرمل ده اودماشوم دپیدایښت پرمهال به هیڅ تکلیف ونلری۔

(Science and World)

دحمل دارې ښځې لپاره خُرماپه دې اړینه ده چي خُرمااوسپنه لری، اووداسی ښځوته ډاکترانو په عمومی ډول سره فیفول ویټ اویاهم فولک اسید اونوردرمل ورکوی داځکه چي په دې درملوکی اوسپنه اونورویټامینونه شتون لری چي خُرماددې ټولو څخه غوره اوښه ده، داځکه چي په خُرماکی ددې درمل څخه ډېرشیان شتون لری اوبله داچي داطبعي ده چې ګټه ډیره اواغیزې ئې ژورې اوسمدستی دی.

ديوې مېرمنې درملنه په خرماسره:

یوه مېرمن چي دماشوم دپیداکېدوپرمهال دتل لپاره په تکلیف اوپرېشانیوکی ډوبه وه، روغتیاپالانوورته دماشوم ترپیداکېدوپوری دخُرمادخوړولوتوصیه وکړل، دې مېرمنې دډاکترانودانسخه ئې عملي کړل اودماشوم دپیداکېدوپرمهال ئې هیڅ تکلیف اوکړاوونه لیدی؛ اوداهوډئې وکړچي دتل لپاره به دحمل په دوران کی خُرمااستعمالوی اوونوروخویندوته به هم داتوصیه په ټینګه کوی چي دخُرماخوړل دحمل په دوران کی ډېراړین  اوګټوردی۔

خُرمادښځې دډېروناروغیولپاره پوره درمل دی، که چيری یوه ښځه درحم دکمزورۍ سره لاس اوګرېوان وی، په داسی حالت ترلندې خُرماورته وچه خُرماډېره ګتوره اوشفاء ده؛ دخُرماخوړل درحم دهرډول ناروغیانولپاره پوره کیمیاده، دحمل په دوران کی که هرڅه تکلیفونه اودردونه پیداکیږی دهغوټولولپاره خُرماپوره درمل ده۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

======================

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۲)
 
 
خُرمااونوې ساينسي څېړنې

Dates and New Scientific Researches

خُرمادډېروخت راهیسی په طب کی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، دنړۍ ساینس پوهان په ځانګړی ډول سره دلویدیځ پوهان پرهغه شی باندی  چې اسلام ورباند ټینګارکړیدی پرهغه باندی ډېرې څېړنې کوی، په قرانکریم اواحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم کی خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون اوداسی نورډېرنباتات، مېوې اوخوراکونه ذکرشویدی؛ اوس دوی داپه یوه خوله ثابته کړیده اوپوره اعتراف ئې ورباندی کړیدی چې هرڅه چې اسلام ښه ګڼلې هغه دروغتیالپاره ښه اودرست دی، اوهرهغه شی چې اسلام حرام کړیدی لکه دوینې خوراک، دخنځیرغوښه، یادمُردارشوی حیوان غوښې اوداسی نورڅه نوهغه ضروروانسان ته دلږې ګټې پرځای ډېرتاوان رسوی۔ اویاهیڅ ګټه پکښې نه وی، چې دااوس یونړیوال حقیقت دی.
لکه څرنګه چې په ټوله لویدیځ کی داسلام مبارک دین ښکلې شغلې مخ په خپرېدو اوډېرې دودې په حال کې  دی نوځکه په اسلام کی څېړنې زښته ډېرې شویدي، اواوس دلویدیځ ډېرپوهان دنوروڅېړنوپرځای داسلام پرهرشی باندی خپل تحقیق کوی اوبیائې نشرکوی، چې دهغوڅېړنوڅخه یوه څېړنه پرخُرماباندی ده اوهغه په دې شان سره ده۔
خُرمادبدن ټولې مالګې پوره کوی، چې داپه هغه وخت کی ډېره ګټوره ده چې کله دیوه انسان مالګې ضایع شوی وی، یادیوکارکولوپه صورت کی، یادېوې ناروغۍ له کبله؛ دزړۀ ټول حرکات منظم کوی، هغه خلک چې دزړۀ حرکتونه ئې غیرمنظم وی کله ئې دزړۀ ګراف پریوه بڼه سره وی اوکله هم پربل شان وی نوخُرماورته ډېره ښه ده؛ خُرماځکه دزړۀ حرکتونه منظم کوی چې دزړۀ دمنظم حرکت لپاره کلسیم خوراارزښت لری، اوساینس پوهان هم په دې باوردی که چیری یوڅوک دورځې د( ۵- ۷) پوری خُرماوې وخوری نودبدن ټول کلسیم ئې پوره کیږی، اوکله چې دبدن کلسیم ئې پوره شول نودزړۀ حرکتونه ئې پخپله وعادی حالت ته راځی۔
دخُرماپه استعمال سره دبدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعنی دوینې کولسترول نه اضافه کیږی، خُرمادکولسترول اندازه ثابته ساتی وبل لورته کچیری دچاپه وینه کی LDL زیات شی پردې سړی باندی دزړۀ دوره (Heart Attack) راځی، چې داومرګ ته ښه راغلاست دی، اوخُرمادابدمرغې له مینځه وړی؛ خُرما ودماغ ته هم پوره توان اوطاقت بخښی، داځکه چې په خُرماکښې شته پروتینونه، لحمیات اومینرالونه دماغ قوی کوی، نوهغه څوک چې دماغی کمزوری لری باید دخُرمااستعمال ډېروکړی ترڅوئې دماغ پوره توان پیداکاندی۔
نویوڅېړنوداهم ښودلې ده چې په خُرماکی داسی موادشتون لری چې میکروبونه اوجراثیم وژنی، یاپه بل عبارت خُرما (ضدمیکروب اومیکروب کُش) ده، اوانسان که دخُرمااستعمال دتل لپاره وکړی نودډېرناروغیوڅخه به وژغورل شی له همدې کبله اوسنیوڅېړونوداهم ثابته کړېده چې خُرمازخمونه ډېرژرجوړوی۔
ساینس پوهانوپخپلوڅېړنوکی داهم جوته کړیده چې خُرمادزهرواغیزې له مینځه وړی اوزهروداسی حالت ته رسوی چې وانسان ته هیڅ تاوان  ونه رسوی، دساینس پوهانوداڅېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چې موږمخکی ذکرکړ اوهغه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چې که هرڅوک دورځې ۷ عجوه خرماوې وخوری پردغه سړي باندی نه هم زهراونه هم جادواغیزې کوی(لله الحمد)، ټول ساینس پوهان هم په دې باندی متفق دی چې خُرمادانسان دفاعی نظام پوره قوی کوی اوښه والی پکښې راولی؛ په یوه روایت کی راځی چې دیوه صحابی رضی الله عنه پرسینې باندی درد ؤ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ۱۲ عجوه خُرماوې ورکړې اوهغه دردئې له مینځه ولاړی۔
دهغوکسانولپاره ئې چې حافظه ئې کمزورې اویاهم ئې تکان خوړلې وی خُرماورته اړینه ده داځکه چې خُرماحافظه زیاتوی؛ که چېری دیوچالاس اوپښې رېږدې دکمزورۍ اویاهم دیوې ناروغۍ له کبله خُرماورته کیمیاده، په هغه وخت کی خُرمااغیزې نلری که چیری دادلاس اوپښې رېږېدل دبوډاتوب له کبله وه۔

خُرماعمراوږدوی

دنړېوالی روغتیائې ادارې دوبایی ناروغیومتخصص ډاکترعمرسلیمان محمدچې دشمالې سوډان اوسېدونکی دی وایی چې ددې سیمو(سوډان) دخلکوعمرونه د(۱۰۰) کلونوڅخه اضافه دی اوحال داچې دعمرپه اخیروشیبوکی هم داخلک تندرسته اودپوره روغتیاڅښتنان دی، زمادڅېړنواومعلوماتومطابق داخلک دخپلو خوراکې توکوسره خُرمااستعمالوی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

==================

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۳)
 
خُرماينه (ځيګر) سموی

که چیری خُرمادشپږوساعتونولپاره په اوبوکی کښېښول شی اووروسته ئې یواځی دااوبه وڅیښل شی نوداینه ډېره صفاء کوی، اوکه چیری یوچانشیې توکې استعمال کړی وی نودخُرمادااوبه دسړی دانشه هم له مینځه وړی۔

خُرماقبض له مينځه وړی

خُرمادډېروخته راهیسی دقبض دله مینځه وړلولپاره تجربه شوې درمل ده، ددې استعمال دډېره وخته راهیسی حکیمانواوطبیبانوکاوه خواوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوی اوددې ننګه کوی، په اصل کی خُرماهضمیه برابروی داپه هغه وخت کی که چیری خُرمادډوډۍ سره وخوړل شی۔
 
روژه مات په اوبوسره کول

لکه څرنګه چې مخکی موبیان وکړچې فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دروژه مات لپاره دوه شیان یادکړې وه، لومړی په خُرماسره روژه ماتول چې په پوره تفصیل سره دخُرماپه ګټوباندی دقرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او دنوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼاواچول شول؛ دوهم شی چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندی روژه ماته کړې اوامرئې کړیدی هغه په اوبوسره دی، اوس غواړوچې دابوپرارزښت باندی یوڅه رڼاواچوو، اوپاته دی نه وی چي فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم دهرشی امرکړیدی هغه له ګټو، لورینو اورحمت نه ضرورډک دی؛ چې دایونړېواله واقعیت دی چې ټول ساینس پوهان، فلیسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندی، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه اودنړۍ مخورکسان ورباندی په یوه خوله دی۔

اوبه په قرانکريم کی:
په عربی ژبه کی واوبوته (مآء) ویل کیږی، چې په قرانکریم کی د(مآء) توری دنطفې لپاره هم استعمال شوی دی، اوکله هم د(مآء) توری ددوږخ دایشولواوګرمواوبولپاره هم استعمال شوی دی۔

په قرنکریم کی داوبوتوری (۶۵) ځلی راغلی دی، اوس زه غواړم چې یوڅوځایه ئې ذکرکړم۔
 
۱:  (سورت الانبیاء ۳۰)

له اوبوڅخه موهرژوندی شی پیداکړی دی؟ نوایادوی ایمان نه راوړی؟

۲:     (البقره ۲۲)

 هغه (الله) چې ځمکه ئې درته غوړولې ده اواسمان ئې درته چت کړی اوله اسمانه ئې اوبه راورولې اوپه همدې (اوبو) ئې ستاسودروزۍ لپاره هرډول میوې رابهرکړی؛ داچې تاسی په دې پوهیږی نودالله سره سیالان مه ګرځوی ۔

۳:    (البقره ۷۴)

 له دې تیږوڅخه شته چې وچوی اواوبه (چینې) ترې راووځی۔

۴:  (الانعام ۹۹)

 اودغه (الله) همغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه راکوزی کړی اوبیاموږدهغه په وسیله ټول زرغونېدونکی شیان (نباتات) راایستلی دی اوبیاموله هغه څخه شین کښت راایستلی دی۔

۵:   (الانفال ۱۱)

اوپرتاسی ئې داسمان څخه اوبه نازلی کړیدی چې په هغوسره تاسی پاک کړي۔

۶:   (الرعد ۱۷)

 الله له اسمانه اوبه وورولې اوپه هرلښتي کی دهغه دوړتیاپه اندازه اوبه روانې شوی بیاکله چې سیلاب راپورته شونوپرسرئې ځګ هم راپورته کیږی۔

۷: (الحج ۵)

 اوته وینی چې ځمکه وچه کلکه پرته وی، بیاچې پرې باران واورووپه ناڅاپی ډول وخوځیږی اوډډه شی اودهرې جوړې ښیرازه شینکي راوټوکوی ۔

۔(النور۴۵)

اوالله هرساکښ(ژوندی موجود) له یوډول اوبوڅخه شته کړ

۱۰:  ایاودی نه لیدل چې الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نودهغوپه وسیله مومیوې په بېلابیلورنګونو۔

۱۱:   (القمر۱۲)

 اوله ځمکې څخه موچینې جارې کړیدی، نو(دغه) ټولې اوبه دهغه کار(دسرته رسولو) لپاره چې ټاکل شوی و۔

۱۲:   (لقمان ۱۰)

اوله اسمانه مواوبه واورولې بیاپه ځمکه کی مورازرازپه زړۀ پوری شیان شنه کړل۔

۱۳: (ابراهیم ۳۲)

 الله دی چې اسمانونه اوځمکه ئې پیداکړی دي اوله اسمانه ئې اوبه اورولې دی اودهغه په وسیله ئې تاسی ته له میووڅخه روزې راایستلې ده۔

۱۴:   (النحل ۱۰)

 دی هغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه رااورولې چې ستاسی څښل له دې (اوبو) څخه دی اوله هغې څخه (ستاسی) ونې(اوواښه هم) شته چې په دغووښوکی (خپل څاروي) څروی۔

۱۵:   (المومنون ۱۸)

اوموږله اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه واورولې  نوهغه موپه ځمکه

کښې تم کړې اوموږچې څنګه وغواړوله منځه ئۍ وړلی شو۔

۱۶:   ایادوی ونه لیدل چې موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔ (الاحزاب)

۱۷:  اودالله له نښانوڅخه یوه داده چې ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چې موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده ۳۹)

۱۸:  (ق ۹)

اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔

۱۹:   (المرسلات ۲۷)

 اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔

۲۰:  (النبا ۱۴)  

 اوله اوروونکووریځوموتویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔

۲۱:    (النازعات ۳۰، ۳۱)

 اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔

هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشی اویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چې دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چې دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چې دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔

وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چې له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔

(Urea) څه شی ده؟

دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چې په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔
 
نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x