افغانستان

افغان حکومت د استراليا له سرتيرو غواړي، چې نور هم پاتې شي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د کابل امنيتي ځواکونو مشر د وروستيو بريدونو او مخ پر زياتېدونکي تاوتريخوالي له امله د استراليا له سرتيرو غوښتي، چې د افغانستان امنيت په موخه نور هم په هېواد کې پاتې شي.

له ځوارلس کالو ا وشپږ مياشتې پوځي ماموريت وروسته د استراليا پوځيانو افغانستان کې د نظامي سلامشورو او روزنې دنده پيل کړې او د افغان امنيتي ځواکونو روزنه کې برخه اخلي.

د کابل ګارنيزون مشر تورن جنرال سالم ابراهيمي غربي رسنيو ته ويلي، چې دی د حکومت په مشوره د استراليا له ځواکونو غواړي، چې نور هم په افغانستان کې پاتې شي؛ ځکه چې تر اوسه د «ترهګرۍ» ټغر نه دی ټول شوی.

جنرال ابراهيمي په کابل کې رسنيو ته وويل، چې «استراليايي ځواکونو په افغانستان کې ډېر خدمت کړی، ډېر بدلون يې راوستی، موږ په ګډه اوږه په اوږه کار کوو او د هرې وړې او غټې ستونزې په اړه سلامشورې کوو.»

جنرال ابراهيمي ټينګار وکړ، چې «موږ غواړو دوی د تل لپاره دلته پاتې وي او موږ دوی سره اوږه په اوږه کار وکړو.»

جنرال سالم ابراهيمي
جنرال سالم ابراهيمي

استراليايي ورځپاڼې «دي استرالين» په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې افغان امنيتي ځواکونو دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه، چې تېره اوونۍ طالبانو پلازمېنه کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د کابل په تر ټولو خوندي سيمه کې د لسم رياست پر دفتر سرتېری بريد وکړ، چې له امله يې دغه دفتر په مکمله توګه ونړېد او سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د ورځپاڼې په وينا طالبانو د خپلو پسرلني عملياتو په پيل کې خونړۍ جګړې او بريدونه پيل کړي، چې له امله يې د افغان حکومت اندېښنې راپارولي، چې کېدای شي راتلونکي اوړي کې «طالبان د اټکل خلاف» پرمختګونه وکړي.

افغانستان کې د استراليايي ځواکونو سلاکار ډګروال ميک بارون وايي، چې «موږ فکر نه کوو، چې د تل لپاره دې په افغانستان کې پاتې شو.»

ډګروال بارون زياتوي، چې د د وی په فکر افغان امنيتي ځواکونه اوس ډېر پرمختللي، د خپل هېواد او خلکو ساتنه کولای شي او دوی ويني، چې د ستونزو او کړاوونو سربېره افغان امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

اوس پسې ژاړئ ، رښتا هم چې د کفارو دوستي د غڼې عنکبوت د کور پشان ضعيفه او بې اساسه وي .
قرآنکريم مونږ د کفارو دوستی مثال د عنکبوت د کور پشان ښودلی دی چې هيڅ آساس او بقا نلري ..
څلوارلس کاله مو څه ورباندې وکړل چې به يې وکړئ …
کاشکی د عقل څخه مو کار اخستی وای ..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x